لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي ځواکونو د جمعې په ورځ په کیېف برېدونه کړي


واشنګټن – په اوکراین باندې د روس د بشپړ یرغل په دوهمه ورځ په پلازمېنه کیېف کې د جمعې په ورځ چاودنې اورېدل شوي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې دوی د هغې ویډیو ريښتینوالی ثابت کړی په کومه کې چې په کیېف باندې د راکټونو لمبې پریوځي.

ټایمز همدارنګه ویلي، په ویډیو کې لږ تر لږه له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي دوه توغندي له چاودنې مخکې ښکاري چې له کیېف سره نېږدې توغول شوي.

د یوکراین په لویدیځ ښار لېوېو کې هم د خبرداري زنګونه وهل شوي چې د پولېنډ له پولې څخه ډېر لېرې نه دی.

دا هغه ځای دی چې اکثره بهرني سفارتونه ورته په لنډ مهاله توګه لېږدول شوي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د زیارت یا پنجشنبې په ماښام وویل، هغه روسي ځواکونه چې له بیلروس څخه اوکراین ته ننوتي ۳۲ کیلومټره کیېف خواته نېږدې شوي.

د اوکراین په شمال کې روسي ځواکونو د چرنوبېل برېښناکوټ نیولی دی.

د یوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي وویل، "دا د ټولې اروپا پرضد د جګړې د اعلان په معنی ده."

د چرنوبېل اټومي برېښناکوټ د نړۍ د تر ټولو بدې چاودنې ځای دی. چرنوبېل او ورسره شاخوا سیمو کې د ۱۹۸۶ کال ویجاړیو راهیسې څوک نه اوسېږي.

بل پلو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ماسکو او سېنټ پیټرزبرګ په ګډون په ټول روس کې د جګړې ضد لاریونونه شوي.

روسي چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان نیول شوي دي.

د امریکا په نیویارک او ډینور ښارونو کې هم ګڼو کسانو د روس د یرغل پرضد لاریونه کړي او دغه بریدونه یې غندلې دي.

په امریکا کې نور لاریونونه په راتلونکو ورځو کې هم تنظیم شوي دي.

پوتین په وار وار سره ویلي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو پوځي اتحاد چې د دوهمې جګړې څخه وروسته جوړ شوی روس ته یو ګواښ متوجه کوي او غوښتنه کوي چې له دغه اتحاد سره د اوکراین د یوځای کېدو مخه دې ونیول شي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د روس یرغل هېڅکله د امنیت په اړه نه وه.‌ بلکه دا تل یو ښکاره یرغل و او پوتین د امپراطور جوړېدو غوښتنه لري.

بایډن وايي،‌ چې "پوتین به اوس د نړۍ په سټېج باندې یو متنفر کس وي."

د اوکراین د روغتیا وزیر ویکټر لیاشکو ویلي، په اوکراین د روس د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۷ اوکراینیان وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي،‌ تر اوسه د روس عملیات په لومړني پړاو کې دي چې د یوکراین دفاعي ځایونه یې پکې توغندیو او هوايي بریدونو کې په نخښه کړي دي.

بایډن ویلي، امریکايي‌ ځواکونه اوکراین سره نېږدې په ناټو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي او ژمنه یې کړې چې که پوتین له اوکراین څخه د ناټو خواته پښه واړوي نو دوی به له ناټو، سره اوږه په اوږه جګړه وکړي.

پنټګان اعلان کړی چې دوی په اروپا کې د ناټو د ځواکمنتیا لپاره ۷۰۰۰ نور امریکايي سرتیري جرمني‌ ته استوي.

دغه راز ټاکل شوې ده چې د ناټو رهبران به نن د جمعې په ورځ سره وویني او دغه اتحاد په خپله سیمه کې خپل دفاعي پلانونه فعال کړي دي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي به د جمعې په ورځ په یو پرېکړه لیک کې روس په اوکراین د یرغل له امله وغندي او له روس څخه به وغواړي چې ژر تر ژره له هر ډول قید او شرط پرته له اوکراین څخه خپل سرتیري وباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG