تازه خبر

د بلوچستان ملتپال سیاستوال ډاکټر عبدالحی بلوچ په پنجاب کې په ټرېفیکي پېښه کې مړ شو

واشنګټن ــــ د بلوچستان مشهور ملتپال سیاستوال او د نېشنل ګوند پخوانی مشر ډاکټر عبدالحی بلوچ د پاکستان په پنجاب صوبه کې په یوه ټرېفیکه پېښه کې مړ شوی او مړی به یې نن په بلوچستان کې خاورو ته سپارل کېږي.

ډاکټر عبدالحی بلوچ د نېشنل عوامي پارټۍ په ټکټ 1970م په لسیزه کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او له یو بل بلوڅ ملتپال ډاکټر خیر بخش مري سره یو ځای یې د پاکستان د 1973م کال پر آیین له لاسلیک کولو انکار کړی وو. ډاکټر بلوچ وروسته د 1990م په لسیزه کې د پاکستان سېنټ غړی هم پاته شوی دی.

د «کویټه وایس» په نوم د بلوچستان یوې خبري ویبپاڼې د ډاکټر عبدالحی بلوچ د سیاسي ملګري مختار چلګري له خولې لیکلي، ډاکټر بلوچ له فیصل اباده بهاولپور ښار ته روان وو چې موټر یې له یو بل موټر سره جنګېدلی دی.

رپوټونو وایي تر پېښې وروسته هغه روغتون ته وړل شوی خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې له ده سره په موټر کې نور څوک وو او آیا دی د پېښې په ځای او که په روغتون کې مړ شوی دی.

د ډاکټر عبدالحی بلوچ زوی چنګېز حی بلوچ ایډوکېټ د هغه مړینه تایید کړې او پر خپل فېسبوک یې لیکلي دي چې هغه به نن د فرورۍ پر 26مه د بلوچستان د کچي ضلعې د بهاګ تحصیل په چلګري کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.

د پاکستان ګڼ شمېر سیاسي مشرانو او سیاسي کارکنانو د ډاکټر عبدالحی بلوچ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ سیاستوال او د بلوچستان ریپبلکن پارټۍ مشر براهمدغ بګټي پر ټویټر لیکلي:

"د بلوڅانو د ښه راتلونکي لپاره د ده مبارزه او هڅې به تل یادې ساتل کېږي".

د بلوچستان مخکیني وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوچ پر ټویټر لیکلي، "د ډاکټر عبدالحی بلوچ ژوند له اوږدې مبارزې ډک دی، هغه تل شعوري او ولسي سیاست کړی دی".

ډاکټر عبدالحی بلوچ په 1976م کال کې د بلوچستان په بولان ضلع کې زېږېدلی وو او د کراچۍ په ډاو مېډیکل کالج کې یې د ډاکټرۍ زدکړې کړې وې.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د هغه پر مړینه خفګان ښکاره کړی دی. د ګوند له رسمي ټویټر پاڼې د ښاغلي اسفندار له خولې لیکل شوي چې ډاکټر بلوڅ یو روشنفکره او مترقي سیاستوال وو:

"د پاکستان سیاست له یوه ښه سیاسي شخصیته محروم شو".

هغه د بلوڅو زده کوونکو د سیاسي تنظیم «بلوچستان سټوډنټس ارګنایزېشن» بنیاد ایښی وو او له همدې تنظیمه یې سیاست پیل کړی وو، خو وروسته یې په بېلابېلو ګوندونو کې د بلوڅو ملتپال سیاست کړی وو.

ډاکټر عبدالحی بلوچ له 1988م تر 2003م پورې په بلوچستان نېشنل موومنټ کې وو، له 2003م تر 2018م پورې په نېشنل پارټۍ کې وو او څه موده د دې ګوند مشر هم وو، خو په 2018م کال کې یې خپل ګوند نېشنل ډیموکرېټک پارټۍ جوړه کړې وه او تر اوسه یې د دې ګوند مشري کوله.

XS
SM
MD
LG