لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، يورپ او برتانیې د روس په صدر بندېزونه اعلان کړي


امریکې د جمعې په ورځ اعلان کړی، د روس د صدر ولاديمیر پيوټن او بهرنيو چارو وزير اثاثې/ شتمنۍ تړي. له دې وړاندې دغه ګام يورپي يونين او برتانيې پورته کړی وو.

د روس د صدر او بهرنيو چارو وزیر پرضد دغه ګامونه په داسې حال کې پورته کړی شوي چې په نړيواله کچه هېوادونه په يوکرېن د حملې په سر د روس د حکومت پرضد د بندېزونو لګولو هڅې کوي.

د امریکې د خزانې وزارت په برسلز کې د يورپي يونين د بهرنيو چارو د وزیرانو لخوا د روس د لوړ پوړو مشرانو د جايداد او بېنک اکاونټونو تړلو په خبره د اتفاق وروسته اعلان کړی دی.

دغه رنګ ګامونه برتانيې هم د جمعې په ورځ پورته کړی دی.

د (ار ايي اې) خبري ادارې ترمخه د روس د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زخروف ويلي، چې د پيوټن او سرګۍ لاروف پرضد بندېزونه لګول د لويديځ کمزوري پاليسي څرګندوي.

په نړیواله کچه کمتره د هېوادونو په مشرانو بندېزونه لګي. د اېف اېف پي ترمخه په وروستيو کې يورپي يونين د بېلاروس په صدر الېګزنډر لوکواشينکو او د شام په صدر بشار الاسد باندې دغه ډول بندېزونه لګولي وو.

د اسټريا د بهرنيو چارو وزير الېګزنډر شالينبرګ ويلي دا په تاريخ کې ځانګړی ګام دی، چې د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د مستقل غړي پرضد دغه ډول بندېزونه ولګول شو او دغه کار د روس د عمل پرضد د يورپي هېوادونو يو والی ښايي.

د صدر پيوټن او سرګۍ لاروف پرضد د يورپي يونين بندېزونه د هغو بندېزونو د لړۍ کړۍ ده چې پکې د روس بېنک، د تيلو ذخيرې او دفاع صنعت په هدف کړی شوی دی.

يورپي مشرانو ويلي، په پيوټن او سرګۍ لاروف باندې سفري بندېزونه به د وخت نه وړاندې وي ځکه چې د خبرو لار بايد خلاصه وساتل شي.

امریکې او څو اتحاديانو يې په روس لومړي بندېزونه د نهې/ سه شنبې په ورځ هغه وخت لګولي وو چې روس د يوکرېن په ختيځ کې لوهانسک او دونيتسک علاقې د ازادو رياستونو په توګه منلي وو.

امریکې د زیارت په ورځ په روس نور بندېزونه له هغې وروسته لګولي وو چې روس په يوکرېن حمله پېل کړې وه.

په دې خبر کې ځينې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG