لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: د عمران خان د روس د سفر په اړه د وړاندې نه امریکا خبر کړی شوې وه


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، د وزيراعظم عمران خان د روس د سفر په اړه واشنګټن خبر کړی شوی او د دغه دورې پس منظر او مقصد امریکا ته د وړاندې نه ويل شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير دغه خبره پرون د جمعې په ورځ (25 فرورۍ) په اسلام باد کې خبري غونډې ته کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره د لوړ پوړي پلاوي په 23 فرورۍ ماسکو ته په دوه ورځني سفر تللی وو.

په داسې حال کې چې د پاکستان وزیراعظم د ماسکو په سفر وو، د روس صدر ولاديمير پيوټن په يوکرېن د پوځي عملياتو اعلان کړی او بريدونه یې پېل کړي وو.

شاه محمود قرېشي وويل، "د تلو نه وړاندې د امریکا د لوړې کچې رابطه شوې او دوی هغه اورېدلی وو. او هغوی (امریکا) ورسره خپل نظر شريک کړی وو، او مونږ د دې دورې ټول پس منظر، نقطه نظر او مقصد د وړاندې نه امریکا ته ورکړی وو،او دغه شان دا دوره وشوه".

له دې وړاندې د شورو په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، امریکې د روس په اړه د نوو کارروايانو څخه پاکستان په خپل دريځ خبر کړی دی او دا د هر زمه واره ملک زمه واري جوړيږي چې د روس د صدر ولاديمير پيوټن د يوکرېن په اړه ارادو باندې خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند دغه خبري غونډه په يوکرېن د روس د پوځي عملیاتو د اعلان نه وړاندې شوې وه.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس نه د شورو په ورځ په خبري غونډه کې د عمران خان د روس د سفر په اړه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي، امریکې پاکستان ته ویلي چې دوی په يوکرېن کې د جګړې په ځای د سفارتکارۍ د لارې مسله هوارول غواړي.

هغه ويلي وو، "مونږ د پاکستان د وزیراعظم د روس په سفر خبر يو، مونږ ګڼو چې د نړۍ د هر زمه واره ملک دا زمه واري جوړيږي چې د يوکرېن په اړه، کوم چې په ظاهره د پيوټن په ذهن کې چليږي، د هغې خلاف خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي".

د جمعى په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کې شاه محمود قرپشي وويل د وزير اعظم عمران خان او د روس د صدر ولادیمیر يپوټن ترمنځ ملاقات کې د دوه اړخيزه اړيکو ترڅنګ د سويلي ايشيا په چارو، د افغانستان او يوکرین په شخړو خبرې اترې شوې دي.

هغه وويل پاکستان ګڼي چې د يوکرین د شخړې د سفاتکارۍ د لارې د هواري امکان لا موجود دى او غوره به وي چې دا وکارول شي.

خارجه وزير وويل راتلونکې دمارچ په مياشت کې د افغانستان په اړه چين کې کيدونکې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو غونډه کې به روس هم ګډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG