واشنګټن – د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې د شنبې یا خالي په ورځ د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل.
روسي او اوکرایني ځواکونه دواړه ددغه ښار د کنټرول لپاره جګړه کوي.
د ښار چارواکو د ماښام له پنځو څخه د سهار تر اته بجو پورې ګرځ بندیز اعلان کړی.
اوکرایني چارواکو ددغه هېواد له خلکو څخه غوښتي دي چې د روس د یرغل په وړاندې دې د کیېف دفاع وکړي.
په پلازمېنه کې په یو پوځي مرکز باندې برید شوی خو د اوکراین پوځ وویل، چې برید یې په شا تنبولی.
د شنبې یا خالي د پلازمېنې یو لوړ پوړیزه ودانۍ هم لګېدلې. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغې ودانۍ باندې د روس یو توغندی لګېدلی.
د ژغورنې یو کارکونکي اسوسېټېډ پریس ته وویل، په دغه توغندیز برید کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.
له ودانۍ څخه په اخېستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پورته پوړونه زیات وېجاړ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي اټکل کړی چې د خالي یا شنبې په ورځ به په پلازمېنه باندې بریدونه نور هم زورور شي.
هغه وویل، "کیېف ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري." او زیاته یې کړه، "مونږ نشو کولای چې پلازمېنه له لاسه ورکړو."
زیلېنسکي د شنبې یا خالي په ورځ په ټویټر وویل، چې ده د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره خبرې کړي.
هغه په ټویټ کې لیکلي، "زمونږ د شریکانو لخوا وسلې او وسایل اوکراین ته په لاره دي.د جګړې ضد ایتلاف کار کوي."
د روس د دفاع وزارت د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې روسي ځواکونو د مېلېتوپول په نامه د اوکراین جنوب ختیځ ښار نیولی دی.
روسي ځواکونه د پلازمېنې کیېف او نورو مهمو ښارونو پرلور د پرمختګ په حال کې دي تر څو د اوکراین حکومت له منځه یوسي.
د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل، چې روسي ځواکونو د یرغل د پيل راهیسې تر ۲۰۰ زیات بالېسټیک او کروز توغندي توغولی دي چې په اکثرو کې یې د اوکراین پوځي اهداف په نخښه شوي وو.
امریکايي چارواکي زیاته کړه، له روسانو سره دومره مقاومت شوی چې هغوی تمه نه درلوده.
په پلازمېنه کیېف کې زېلېنسکي هغه اوازې رد کړي دي چې ګواکې دی او نور چارواکي له ښاره تښتېدلي.
هغه ویلي، ټول حکومتي چارواکي دلته دي او د خپل دولت او خپلواکۍ څخه دفاع کوي.
د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنېسټې انټرنېشنل ویلي، چې روس په اوکراین باندې د یرغل له امله جنګي جرمونه ترسره کړي.
د روسانو ادعا:
روسي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، د دوی ځواکونو د ترهګر ګواښ په له منځه وړلو کې د پام وړ پرمختګ کړی.
د ایګور کناشینکوف په نامه یو روسي جنرال په ټولنیزو رسنیو باندې لیکلي چې ځواکونو یې د اوکراین تر ۲۰۰ زیاتې پوځي ودانۍ او په لسګونو د هوايي دفاع بیټرۍ او رادار سیستمونه او په ګڼ شمېر اوکراینې الوتکې، هیلې کوپټرې او پوځي موټر وېجاړ کړي دي.
د روس پوځ د جمعې په ورځ دا هم وویل، چې دوی د کیېف په شمال لویدیځ کې د سټراټېژېک هوسټومېل هوايي ډګر کنټرول هم ترلاسه کړی دی.
د روس دغه ادعاوې سمدستې نه دې تایید شوي خو اوکرایني چارواکو د درنو جګړو خبر ورکړی.
په یوکراین کې د جګړې په ډګر:
د کیېف ښاروال ویټالي کلېشکو ویلي، چې ښار دفاعي حالت غوره کړی او خبرداری یې ورکړ چې روسان د ماتې په حال کې دي.
د لویدیځ چارواکي که څه هم د اوکرایني ځواکونو ستاینه کوي خو وايي چې حالات لا ترینګلي دي او ژر بدلېدلی شي ځکه له اوکراین سره پولې ته څېرمه له دېره شویو ۱۹۰۰۰۰ روسي سرتېرو دوه برخې لا جګړې ته نه دې ننوتي.
دوی د روس د هغو هڅو په اړه هم خبرداری ورکړی چې غواړي د حالاتو په اړه غلط معلومات خپره کړي تر څو اوکرایني ځواکونه وویروي او تسلیم کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو وزارت ته د جمعې په ورځ اجازه ورکړه چې د اوکراین سره پوځي مرستو لپاره دې ۳۵۰ میلیونه ډالر واستوي.
د اوکراین له جګړې څخه تر اوسه پورې لږ تر لږه یو لک کسان ګاونډي پولېنډ ته اوښتي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، تر اوس پورې تر ۱۵۰۰۰۰ زیات اوکراینیان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.