لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: د پاکستان سپر ليګ فاينل د لاهور لوبډلې ګټلی


د پاکستان سپر لیګ (اووم) پايلوبه د لاهور قلندر لوبډلې ګټلې او د ملتان سلطان لوبډلې ته يې په 42 رنزونو ماتې ورکړې ده، دا لومړی ځل دی چې د لاهور لوبډلې د پي اېس اېل کپ/ جام ګټلی دی.

د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) اووم پايلوبه تيره شپه په لاهور کې ترسره شوې ده.

د پايلوبې ټاس / پچه د لاهور قلندر ګټلې او لومړی بېټنګ يې کړی په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو يې 180 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د ملتان سلطان لوبډله په 138 رنزونو اوټ شوې او په 42 رنزونو يې ماتې خوړلې ده.

د لاهور قلندر لوبډلې مشري شاهين شاه افریدي او د ملتان سلطان ډلې مشري محمد رضوان کوله.

د پاکستان سپر ليګ په سياليو کې دا لومړی ځل دی چې د لاهور قلندر لوبډلې جام وګټلو، دغه لوبډله په دوېم ځل د پايلوبې سيالۍ ته رسېدلې وه.

له دې وړاندې د پي اېس اېل شپږم اتلولي د ملتان سلطان لوبډلې ګټلې او د پېښور زلمي لوبډلې ته يې ماتې ورکړې وه.

د پي اېس اېل اووم پېل په 27 جنورۍ په کراچۍ کې شوی، په لومړۍ برخه کې يې سيالۍ په کراچۍ او پاتې په لاهور کې ترسره شوي دي.

په پي اېس اېل کې شپږ لوبډلو، ملتان سلطان، لاهور قلندر، پېښور زلمي، اسلام اباد یونايټډ، کوټه ګلېډي اېټرز او کراچۍ کنګز برخه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG