تازه خبر

امریکې په خپلو وګړو د روس نه د وتلو غږ کړی

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د اتوار په ورځ په خپلو وګړو غږ کړی، چې په سمدستي ډول د روس نه د وتلو غور وکړي. دا په داسې حال کې چې روس په يوکرېن حمله کړې او د هغې نه وروستو ملکونه د روس دپاره خپلې هوايي لارې تړي.

په ماسکو کې د امريکې سفارتخانې په 27 فرورۍ په خپله وېب پاڼه ویلي، بايد امریکايي وګړي د روس څخه د تجارتي الوتکو د لارې په وتلو غور وکړي تر هغې پورې چې پروازونه کيږي يا الوتکې روانې وي.

امریکې په خپلو وګړو غږ کړی چې امریکايان دې د خپل حکومت لخوا د ويستلو د پلان په تمه نه کښيني.

روس چې په يوکرېن حمله کړې، دا د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته په يو يورپي هېواد غټه حمله ده.

بل لور ته يورپي هېوادونو او امريکې د دغه برید په ځواب کې د روس په بېنکونو او اقتصادي ادارو بندېزونه لګولي دي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن دغه حملې ته د ځانګړو پوځي عملیاتو نوم ورکړی او ويلي يې دي د دغه حملې مقصد يې د ماسکو په جنوب کې ګاونډي هېواد غېر پوځي کول دي.

امریکې په 20 فرورۍ خپلو وګړو ته سفري مشوره ورکړې وه چې د روس سفر نه کوي.

په ماسکو کې د امریکې سفارتخانې امريکايانو ته لارښوونه کړې چې د وتلو پلان جوړ کړي ځکه چې په ماسکو او د يوکرېن سره د روس په پوله د حملو خطره موجوده ده.

(دغه خبر د رویټرز خبري ادارې څخه اخستل شوی دی).

XS
SM
MD
LG