واشنګټن ډي سي:
د امریکا صدر جو باېډن د دوشنبې په شپه ناوخته د کانګرس ګډې غونډې ته وویل، غواړي دا سپینه کړي چې امریکايي ځواکونه په اوکراېن کې د روسي پوځ پرضد جګړه نه کوي او نه به یې وکړي
په امریکا کې د نهې په شپه خپله وینا کې ښاغلي باېډن وویل ٫٫ زمونږ پوځیان به یورپ ته په اوکراېن کې د جګړې لپاره نه ځي. خو که پوتن لوېدېځ لور ته د روانیدو فیصله کوي نو بیا به مونږه د خپلو ناټو اتحادیانو دفاع کوو.٬٬
ښاغلي باېډن وویل د دغه مقصد لپاره یې د امریکا زمکني، هوايي او سمندري ځواکونه په حرکت کې راوستي چې د پولېنډ، رومانیه، لېټهویا، لېتوانیا او اېسټونیا په ګډون د ناټو د غړو هیوادونو دفاع وکړي.
ښاغلي باېډن د کانګرس کلنۍ ګډې غوندې (سټېټ اف دي یونین) ته وینا په اوکراېن د روسي یرغل نه پېل کړه. نوموړي چې کله هم د اوکراېن د اولس او مشر تابه د باتورۍ ستاېنه کوله، نو د کانګرس په ودانۍ کې د کانګرس غړو هغه ته د لاسو په پړقار کې ځواب ورکوو.
٫٫ مهرباني وکړۍ او پاڅۍ ، که غواړۍ چې اوښایۍ امریکا د اوکراېن د اولس سره ولاړه ده.٬٬
ولسمشر باېډن د روس په صدر ولادیمیر پوتن سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل پوتن د ازادې نړۍ بنیادونه خوځولي دي او داسې فکر کوي چې نړۍ به په ظالمانه طریقه خپل لور ته ورټیټه کړي. خو د هغه دا فکر غلط دی.
روس ته تراوسه اوښتې تاوان:
صدر باېډن په خپله وینا کې روس ته تراوسه د اوښتي تاوان په اړه تفصیل هم وړاندې کړو. هغه وویل چې د روس تر ټولو لوې بنکونه یې د نړیوال مالي نظام (سسټم) نه قطع کړي دي. او زیاته یې کړه چې د روس مرکزي بنک یې دې نه ودرولی چې د جګړې لپاره پوتن ۶۳۰ اربه ډالرو ته رسايي وکړي.
٫٫ مونږه ټیکنالوژۍ ته د روس رسايي کموو او دا به د روس اقتصادي طاقت او پوځ په راتلونکو څو کلونو کې کمزوری کړي.٬٬
صدر باېډن وویل تر اوسه پورې په روس لګول شوو بندیزونو د روس د پېسې (روبېل) ارزښت ۳۰ فیصده کم کړی. او د ونډو بازار یې ۴۰ فیصده ټیټ شوی.
هغه روس ته په خپله وینا کې وویل چې د اروپايي اتحادیانو سره په ګډه به د هغوي کشتۍ، کورونه او شخصي جهازونه پیدا کوي او به یې نیسي (ضبط کوي).
صدر باېډن دا هم وویل چې د امریکا هوايي لارې (فضايي حریم) به د هر ډول روسي جهازونو لپاره تړي.