لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراين په دوېم غټ ښار خارکيف باندې بمباري کړې


روس د اوکراين پرضد يرغل په شپږمه ورځ (د نهې په ورځ) د دغه هېواد په دوېم غټ ښار خارکیف باندې بمباري کړې ده، بل لور ته د روس پوځ پلازمينې کیف پله هم غځېدلی دی.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير د حملې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ليدل کيږي، د خارکيف د سیمه ييزه ادارې په ودانۍ ډېر اور لګېدلی او موټرې هم ورسره تيريږي.

د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي د نهې په ورځ د خارکيف په مرکز د روس د ميزايل بريد ته "ښکاره ترهګري ویلې او دغه کار ته يې جنګي جرم ويلي دي".

هغه ويلي "هيڅوک به دا ونه بخښي او هيڅوک به دا هېر نه کړي، او دا د روسي فېډرېشن ترهګري ده".

د بېړني خدماتو چارواکو ويلي، په بريد کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي دي.

د يورپي يونين د بهرنۍ پاليسۍ مشر جوزف بورېل د نهې په ورځ ویلي، روس د عامو خلکو په ودانو بمباري کوي او دغه کار يې د ګل په ورځ په خارکيف کې کړی او دا د جګړې د قانون سرغړونه ده.

د روس د کريملن ویاند ديمتري پيسکوف دغه تورونه رد کړي چې جنګي جرمونه يې کړي او خبريالانو سره په خبرو کې يې ويلي، "چې د روس پوځ د خلکو په ابادو والا علاقو باندې بريدونه کړي دي". باوجود د دې چې اېسوسي اېټډ پرېس داسې ثبوتونه راټول کړي چې د کريملن په بريدونو کې کورونه، سکولونه اوهسپتالونه په نخښه شوي دي.

د نهې په ورځ ناوخته د اوکراين پارلیمان ويلي، د روس په میزايل په کيف ښار کې د ټيلي ويژن ټاور په نخښه کړی شوی دی. ځايي ميډیا ویلي، د بريد وروسته څو چاودنې شوي اوبيا د اوکراين د چېنلو خپرونې ودرېدلي دي.

د اوکراين چارواکو ویلي په دغه بريد کې پينځه تنه وژل شوي دي.

د اوکراين د بهرنیو چارو وزير ديمترو کوليبا په ټويټر ويلي،

"په کيف کې د ټي وي ټاورد روس په ميزايل په هدف کړی شوی دی، هغه ویلي په ستمبر 29، 30 1941 کې نازيانو دغلته د 33زرو نه زيات يهوديان وژلي وو، او 80 کاله وروسته د روس نازيان دغه کار په اوکراينيانو کوي، ظلم او وحشت".

اوکراين ویلي، د نهې په ورځ د بېلاروس پوځ هم د اوکراين چرنيحيف علاقې ته ننوتی دی.

بل لور ته د کيف په شمال کې د روس پوځ د نزدې نه څارل کيږي او ویره ده چې په کیف بريد وکړي.

د امریکې د دفاع چارواکو او د برتانیې استخباراتو ويلي، په نزدې ورځو کې د روس د پوځ کاروان ښار پله ډېر پرمختګ نه دی کړی.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخستل شوي دي).

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG