لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن: امریکا د اوکراين د خلکو سره ولاړه ده، د روسي الوتکو دپاره د امریکايي فضايي حدود بند


د امریکې صدر جوبايډن ويلي، امریکا د اوکراين د خلکو سره ولاړه ده او نوموړي د روس د الوتکو دپاره د امریکايي فضايي حدودو بندولو اعلان کړی دی.

نوموړي د کانګرس ګډې کلنې غونډې (سټېټ اف دې يونين) ته په وېنا کې د خبرو پېل په اوکراين د روس د يرغل څخه وکړو.

هغه وویل، شپږ ورځې وړاندې صدر پيوټن (د روس صدر) په دې سوچ د ازادۍ نړۍ د بنيادونو ړقولو هڅه وکړه چې په خپلو خطرناکو لارو به يې ټيټه کړي، خو پيوټن غلطه اندازه لګولې وه.

بايډن زياته کړه "د پيوټن خیال وو چې اوکراين به واک وکړي، خو هغه د داسې طاقت سره مخامخ شو چې کله يې تصور نه وو کړی، او هغه د يوکرېن د خلکو سره مخامخ شو".

د صدر بايډن د وېنا په مهال په امریکا کې د اوکراين سفیره او ځينې مهم شخصيات هم موجوده وو، او د کانګرس ځينې ښځينه غړو د اوکراين سره د یو والي دپاره د دغه هېواد د بېرغ د رنګ جامې هم اغوستې وي، صدر په روس د بندېزونو په اړه وويل، چې ارمیکا او اتحاديان به يې د روس په معيشيت فشار اچوي.

هغه وويل "د روس روپۍ (کرنسي) د وړاندې 30فيصده غورځېدلې ده، او د ونډو بازار (سټاک مارکيټ) يې 40فيصده ټيټ شوی او تجارت يې د ځنډ ښکار دی".

صدر بايډن زياته کړه "د روس اقتصاد تباه کيږي او پيوټن يې زمه وار دی".

هغه وويل، امریکا او اتحاديان يې په ګډه د اوکراين د خلکو د ازادۍ په جګړه کې د دوی مرسته کوي، او اوکراين ته پوځي، اقتصادي او بشري مرستې ورکوي.

صدر بايډن وويل، "مونږ اوکراين ته د يو ارب ډالرو نه زياتې نېغې مرستې ورکوو، مونږ به د اوکراين د خلکو مرستې دوامداره ساتو چې هغوی د خپل ملک دفاع وکړي".

خو نوموړي صدر په ډاګه کړه چې امریکايي پوځ په اوکراين کې د روس د پوځ پرضد کې شامل نه دی او نه به جنګيږي.

هغه وویل، امريکايي پوځ په اوکراين کې د جګړې دپاره يورپ ته نه ځي بلکې د خپلو نېټو اتحاديانو د دفاع دپاره ځي.

د امریکا صدر وویل، "مونږ د پيوټن د دروغو مقابله په رښتياو کوو".

هغه زياته کړه، ازادې نړۍ چې پکې د يورپي يونين 27 غړي هېوادونه، فرانس، جرمني، اټلي، برتانیه، کېنېډا، چاپان، اسټريليا، نيوزي لېنډ او سويټزرلېنډ هم شامل دي، په اوکراين د حملې زمه وار پيوټن ګڼي.

هغه وویل، پيوټن اوس د وړاندې نه زيات د نړۍ څخه يواځې کړی شوی دی، او امریکا د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په روس داسې زورور بندېزونه لګوي چې د روس غټ بېنکونه د نړيوالو مالياتي ادارو نه کټ کړي.

نوموړي زياته کړه، د روس ټېکنالوجۍ ته رسايي ودروو، کوم څه چې به د روس اقتصادي قوت ختم کړي او په راتلونکو کلونو کې به یې پوځ نور کمزوری شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG