لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: د روس په یرغل کې یې تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي


واشنګټن - د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي، په روسي بریدونو کې تر اوسه ټولټال تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي.

د روس دفاع وزارت ویلي، د دوی ۴۹۸ سرتیري په اوکراین کې وژل شوي او تر ۱۵۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

روس د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوکراین په ګڼو ښارونو باندې بریدونه زیات کړي که څه هم دواړو غاړو د خبرو د بیا پېلېدو لپاره تیاری ښودلی.

په اوکراین باندې د جګړې په اوومه ورځ هم روس په دې نه دی توانېدلی چې په پلازمېنه کیېف کې د اوکراین حکومت وپرځوي.

ماسکو ویلي، دوی له تور سمندر سره پروت د خیرسان ښار چې دوه نیم لکه استوګن لري نیولی دی خو د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولېکسي اریستوېچ دغه ادعا ردوي.

هغه وايي، ښار د روسانو لاس ته نه دی پریوتی زمونږ لوری لا هم دفاع کوي.

د روس په دوهم لوی ښار خارکیېف کې سختې بمبارۍ شوې دي. د ښار په منځ کې د پولیسو یوه ودانۍ وېجاړه شوې ده.

د اوکراین چارواکو ویلي، په خارکیېف باندې روسي بریدونو کې د نهې یا سې شنبې په ورځ ۲۱ کسان وژل شوي.

په جنوبي بندري ښار مېرېپول باندې هم ګڼ توغندي لګېدلي او ددغه ښار ښاروال ویلي چې ټپیان په دې نه دی توانیدلي چې روغتونو ته ورسول شي.

کرملن د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او خبریالانو ته یې ویلي، چې روسي سرتیري د ملکي ودانیو او استوګنې په ځایونو باندې بریدونه نه کوي خو له خبریالانو سره ډېر داسې اسناد او شواهد شته چې کرملن په کورونو، ښونځیو او روغتونونو باندې بریدونه کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش په جنرال اسامبلۍ کې په اوکراین باندې د وړاندې شوې مسودې تر تصویب کېدو وروسته له روس څخه وغوښتل چې په اوکراین کې باید جګړه همدا اوس بنده شي او د ډپلوماسۍ لاره پرانېستل شي.

د ملګروملتونو په جنرال اسامبلۍ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په اکثریت د رایو سره هغه وړاندې شوې قانوني مسوده تصویب شوه په کومه کې چې په اوکراین باندې د روس د یرغل غندنه شوې.

په دغه غونډه کې د امریکا غږ د راپور له مخې، د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې څخه ۱۴۱ هېوادونو د وړاندې شوې مسودې په تایید رایه ورکړه، ۵ هېوادونو رد کړه او ۳۵ هېوادونه پرې له رایه ورکولو څخه ډډه کړې.

په هغو هېوادونو کې چې په یوکراین د روس د یرغل د غندې مسوده یې رد کړې، بیلروس، سوریه، ایریتریا، ډي پي ار کې او خپله روس شامل دي.

د دغې مسودې په اړه د افغانستان رایه مثبته او پاکستان پرې د رایه ورکولو څخه ډډه کړې.

بل پلو د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارو په اوکراین کې خپل فعالیتونه زیات کړي، په داسې حال کې چې روس د ملکي وګړو په استوګنځیو باندې بمباري کړې ده.

نړیوالو ادارو اټکل کړی چې په اوکراین کې د جګړې له دوام سره په راتلونکو اونیو او میاشتو کې کابو څلور میلیونه اوکراینیان ښايي له خپل هېواد څخه ووځي.

ملګروملتونو ویلي، له اوکراین څخه تر اوسه پورې له ۵۲۰۰۰۰ زیات خلک ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي.

بل پلو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ګل/دوشنبې په ورځ د اوکراین په اړه ځانګړې بېړنۍ غونډه وشوه او د نړۍ د نېږدې دوه سوه هېوادونو په کې د اوکراین د جګړې جاج واخېست. دا په تېرو څو لسیزو کې اول ځل دی چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبله بېړنۍ غونډه جوړوي.

په دې ناسته کې د اوکراین استازي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وویل چې که د هغه هېواد ونه ژغورل شي، نړیوال امن به پاته نشي او جمهوریت به ناکامه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG