لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په م م کې افغانستان په اوکراین د روس یرغل غندلو ته رایه ورکړې


واشنګټن – د ملګروملتونو لخوا د خپل شوي لست له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ملګروملتونو په بیړنۍ عمومي غونډه کې هغې قانوني‌ مسودې ته مثبته رایه ورکړې په کومه کې چې په اوکراین د روس یرغل غندل شوی.

خو وسلوال طالبان هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې د جګړو او وسلو په زور یو داسې جمهوري حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې ړنګ کړ چې ټولې نړۍ په رسمیت پېژندل وو.

افغانستان ته ورته میانمار هم د اوکراین په اړه جوړې شوې قانوني مسودې ته مثبته رایه ورکړې په داسې حال کې چې په میانمار کې بیا پوځ د ان سان سوچي انتخابي حکومت د ۲۰۲۱ کال د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه ړنګ کړی.

د افغانستان او میانمار دواړه اوسني حکومتونه په ملګروملتونو کې په رسمیت نه دې پېژندل شوي نو په اوکراین د یرغل غندلو په قانوني مسودې باندې مثبتې رایې هم د تېرو انتخابي حکومتونو د استازو لخوا ورکړل شوي.

خو تر اوسه پورې د طالبانو ادارې په ملګروملتونو کې د افغانستان د پخواني استازي‌ دریځ نه دی رد کړی او مطبوعاتي راپورونه وايي چې طالبان هم ددغه دریځ پلوي کوي.

د افغانستان دغه دریځ‌ د سیمې له نورو لویو هېوادونو هند، چین او پاکستان څخه بدل دی.

د اوکراین د جګړې د غندلو لپار د ملګروملتونو په بیړنۍ غونډه په وړاندې شوې قانوني مسوده باندې د افغانستان د مثبتې رایې ترڅنګ پاکستان له رایه ورکولو څخه ډډه کړې.

د ملګروملتونو په بیړنۍ عمومي غونډه کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې څخه ۱۴۱ هېوادونو د هغې قانوني مسودې په تصویب کې مثبتې رایې ورکړي په کومه کې چې په اوکراین باندې د روس یرغل غندل شوی.

دغه مسوده یواځې ۵ هېوادونو رد کړه او ۳۵ هېوادونه پرې له رایه ورکولو څخه ډډه وکړه چې یو پکې پاکستان وو.

په هغو هېوادونو کې چې په اوکراین د روس د یرغل د غندنې مسوده یې رد کړې، بیلروس، سوریه، ایریتریا، ډي پي ار کې او خپله روس شامل دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د دغې مسودې تر تصویب کېدو وروسته له روس څخه وغوښتل چې په اوکراین کې باید جګړه همدا اوس بنده شي او د ډپلوماسۍ لاره پرانېستل شي.

بل پلو د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارو په اوکراین کې خپل فعالیتونه زیات کړي، په داسې حال کې چې روس د ملکي وګړو په استوګنځیو باندې بمباري کړې ده.

پخواني روس چې ورته شوروي اتحاد ویل کېده د۱۹۷۹ کال د ډیسمبر په ۲۴ نېټه په افغانستان یرغل کړی وو چې بیا د ۱۹۸۹ کال د فیبروۍ په ۱۵ نېټه له افغانستان څخه ووتل.

د هغه وخت روسانو پرضد په افغانستان کې مجاهدینو جګړه کوله چې د طالبان مشران هم پکې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG