لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت او سرغړونو د څار لپاره د نهو نړیوالو تنظیمونو اتحاد جوړ شو


واشنګټن ــــ د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو تنظیمونو یو ګډ نړیوال اتحاد جوړ کړی چې مقصد یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه حالت څارنه، او د بشري‌ حقونو د خوندیتوب لپاره د هر ډول تشدد او تېري د مخنیوي لپاره ګډې هڅې کول دي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړیوال سازمانونه یو اتحاد جوړېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د حالت د څارنې لپاره په دغه اتحاد کې نهه تنظیمونه ایمنیسټي انټرنېشنل، فرنټ لاین ډیفینډرز، فریډم هاوس، فریډم نَو، د بشري حقونو د څار اداره، د ښځو د حقونو اداره میډرې، د اذیت د مخنیوي نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فیډرېشن او د امن او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ شامل دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د مارچ پر درېیمه په دې اړه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د تېر افغان حکومت تر پرځېدو وروسته واک ته د طالبانو تر را ستنېدو وروسته په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت په ډرامایي توګه خراب شوی دی:

"په [دې] هېواد کې جګړه ختمه شوې ده خو د بشري حقونو شدیدې سرغړونې په پرله پسې توګه روانې دي".

په بیان کې پر طالبانو تور پورې شوی چې پراخې بشري سرغړونې یې کړې او لا یې هم کوي، وایي په دغو کې له عدالت پرته د خلکو وژنې، جبري بې درکۍ، اذیتونه، په خپلسرې توګه په بند کې د خلکو ساتل، په پراخه کچه د ښځو او نجونو له حقونو مخ اړول او پر مېډیا بریدونه او سنسرشپ شامل دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي له دغو سره سره د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د بشري حقونو له مبارزینو غچ اخیستل، د لوړ حیثیت لرونکې ښځې، خبریالان، مذهبي اقلیتونه، ایل جي بي ټي کسان او د تېر حکومت غړي او متحدین په نخښه کول هم د طالبانو په بشري سرغړونو کې شامل دي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د څارنې لپاره د دغو نهو نړیوالو تنظیمونو د اتحاد جوړېدو او د دوی له خوا د پراخو بشري سرغړونو تورونو ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې داسې تورونه رد کړي وو.

د ایمنیسټي انټرنېشنل له خوا د دغو نهوو تنظیمونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې پر بشري بحران هم اندېښنه څرګنده شوې ده، چې وایي لوی سبب یې د نړیوالې ټولنې خصوصاً د امریکې له خوا افغانستان ته د مرستو او نړیوال مالي نظام ته د رسایۍ بندېدل دي.

افغانه فعاله سمیرا حمیدي- چې د ایمنیسټي انټرنېشنل سیمه ییزه کمپېنره ده- له دغو نهوو تنظیمونو سره به کار کوي. مېرمن سمیرا وایي تر دې وړاندې په نړۍ کې د بشري حقونو تنظیمونو ته د یووالي او د افغانستان د خلکو لپاره د حساب او انصاف غوښتنې لپاره دومره زیاته اړتیا نه وه:

"د افغانستان خلک د طالبانو د سرغړونو او د بشري بحران تر منځ ښکېل دي، نړیواله ټولنه کولای شي او باید نور څه وکړي چې دوی و ژغوري".

د دغو نړیوالو سازمانونو په ګډ بیان کې ویل شوي، دوی به ګډ کار کوي چې په افغانستان کې د ټولو بشري حقونو له سرغړوونکو او تېري کوونکو سره حساب وشي.

وایي د دې اتحاد مقصد دا دی چې په ګډه پر طالبانو د فشار لپاره هڅې وکړي چې هغوی بشري حقونه وساتي او همدارنګه نړیواله ټولنه مجبوره کړي چې خپلو ژمنو ته په کتو افغانان یواځې پرې نه ږدي او له طالبانو سره حساب وکړي.

د جنوبي او لوېدیځې اېشیا لپاره د بشري حقونو د نړیوال فیډرېشن پروګرام افسره جولیټ روسلو وایي، په داسې وخت کې چې د نړۍ توجه له یوه بحرانه په تېزۍ سره بل بحران ته اوړي، په افغانستان کې بشري ناورین لا هم دوام لري:

"د افغانستان خلک خصوصاً ښځې او نجونې یو ځل بیا له خپلو بنیادي انساني حقونو بې برخې دي، دې ته بیړنۍ اړتیا ده چې نړۍ په افغانستان کې له ورځنیو سرغړونو خبره وساتل شي او له نړیوالې ټولنې سره د هغو ژمنو حساب وشي چې په تېرو شلو کلوو کې یې له افغانستان سره کړې دي".

ایمنیسټي انټرنېشنل په ګډ بیان کې ویلي، اتحاد به یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنه کوي او پوهه به خپروي او په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او امنیت شورا له څانګو سره هم په تماس کې وي چې وکولای شي په منظمه او ژوره توګه په دې هېواد کې بشري حالت وڅاري.

XS
SM
MD
LG