لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا غږ او بي بي سي ژمنه کړې چې د روس له بندیزونو سره سره به خبرونه خپروي


واشنګټن – د روس د رسنیو د څار ادارې د جمعې په ورځ د امریکا غږ او بي بي سي په ګډون د لویدیځو خبري رسنیو خبرونو باندې بندیز لګولی.

د روس د رسنیو د تنظیم ادارې په بیان کې ویلي چې ماسکو ګڼې هغه خبر پاڼې بندې کړي په کومو کې چې په قصدي او سیستماتیک ډول غلط مالومات خپرېدل.

د فرانسې خبري اداره لیکي چې، د دې خبري رسنیو د تړلو وړاندیزونه د فېبرورۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه شوی وو او دا هغه نېټه وه چې روس په اوکراین باندې یرغل کاوه.

له هغې نېټې راوروسته ماسکو رسنیو ته امر کړ وو چې دغه یرغل ته دې د ځانګړو پوځي عملیاتو په سترګه وګوري.

تنظیم کونکو خپلواکو رسنیو ته په لسګونو خبرداري ورکړي او ورڅخه یې غوښتي چې هغه توکي دې لېرې کړي د کومو له امله چې د جریمې او تړلو له ګواښ سره مخ کېدای شي.

اروپايي ټولنې، ټولنیزو رسنیو او په امریکا، افریقا او کاناډا کې د ټي وي چینلونو په جلا توګه په روسي رسنیو لکه آر ټي او سپوتنېک باندې بندیز لګولی.

د جمعې په ورځ د امریکا غږ د روسي ژبې خبر پاڼه په ماسکو کې یواځې په وي پي ان باندې موجوده وه خو انګلیسي خبر پاڼه یې لا پرانېستې پاتې وه.

امریکا غږ، ازادي راډیو او بي بي سي په اعلامیو کې ویلي، چې دوی به روسانو ته د راپور ورکولو او خبرونو رسولو ته دوام ورکړي.

ازادي او امریکا غږ دواړه د امریکا د نړیوالو رسنیو یا USAGM تر سیوري لاندې په خپلواکه توګه ټکس ورکونکې ادارې دي.

یادې ادارې د روسانو دا هڅه چې د نه سانسور شويو خبرونو د خپرولو مخه به نیسي په کلکه غندلې ده.

د امریکا غږ سرپرستې مشرې یولنډا لوپېز د جمعې په ورځ ددغه بندیز خبر ورکړ خو وویل چې، امریکا غږ به له هغو وسایلو او سرچینو څخه کار واخلي چې زمونږ اورېدونکي پرې په روس کې زمونږ په وېب پاڼو باندې د لګېدلو بندیزونو سره سره له حالاتو خبر شي.

هغې وړاندې وویل، په روس کې زمونږ کتونکي او اورېدونکي زمونږ ريښتینو خبرونو ته په دې مهم وخت کې د لاس رسي حق لري، نه یواځې په اوکراین کې د جګړې په اړه، بلکه د ټولو هغو مهوو پېښو په اړه چې د دوی په ژوند او کړنو باندې اغیز لري.

د ازادي راډیو مشر جېمې فلای وویل، دغه بندیز یوه هڅه ده چې د جګړې له واقعیتونو څخه راپور ورکول بلاک کړي.

فلای په یو بیان کې ویلي، پوتین د اوکراین د جګړې د بیې او بڼې په اړه په منظمه توګه دروغ خپروي او زیاتوي، چې ازادي راډیو به په دې مهم وخت کې د خپلو اورېدونکو لپاره په روسیه کې خپل مواد سانسور نه کړي.

بي بي سي ویلي، "خپلواک مالومات یو بنیادي انساني حق دی." او دوی به له روس څخه د باندې خپل فعالیت کوي.

دوی د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به اوکراین او د روس ځینو برخو ته د لنډو څپو له لیارې هره ورځ څلور ساعته خبرونه ورکوي او دا هغه بڼه ده چې د سړې جګړې پر مهال یې کاروله.

د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې تر ۲۰۰۰ زیات اوکراینیان د روسي یرغل د پیل راهیسې وژل شوي.

د روس ددفاع وزارت ویلي، تر اوسه یې په دغې جګړه کې نېږدې ۵۰۰ سرتیري وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

ملګروملتونو اټکل کړی چې په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې تر یو ملیون اوکرینیانو پورې له خپل هېواد څخه بهر ته کډوال شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG