لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې داحمدي ډاکټر په کلینیک برید کې یو ډاکتر وژل شوی،بل تن ژوبل


پېښور کې داحمدي ټولنې سره د تعلق لرونکي یو ډاکټر په کلینیک د وسله والو برید کې یو تن وژل شوی اؤ یو تن ژوبل شوی دی.

دپېښور دانقلاب پولیس ټانې محرر داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دخالي په ماښام دپېښور کلیواله سیمه بازیدخیلو کې رامنځته شوې ده.

دغه پولیس چارواکی وایي دوه نامعلوم کسان د ډاکټر کلینیک ته ورننوتلي اؤ هلته یې ډزې کړي چې پکې د محمد شاهد په نوم یو ډاکټر وژل شوی اؤ دجواد احمد په نوم دکلینیک یو بل ملازم ژوبل شوی دی.

پولیس وایي له ډزو وروسته برید کوونکي له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو دنامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې ده اؤ دپېښې هر اړخیزې پلټنې یې پیل کړې دي.

داحمدي ټولنې ویاند ددې پېښه په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي په کوم کلینیک چې دا برید شوی هغه داحمدي فرقې اړوند دیو ډاکټر منصور احمد ؤ اؤ برید کوونکو غوښتل چې دغه احمدي ډاکټر په نخښه کړي.

ویاند وایي دبرید په مهال برید کوونکو کې یو تن دښځو برقعه اغوستې وه اؤ دبرید په مهال دډاکټر منصور احمد پځائ دهغه یو خپلوان ډاکټر احمد ناروغان کتل چې دغه برید ګر پرې ډزې کړې دي.

د احمدي ټولنې ویاند وایي په برید کې وژل شوی ډاکټر شاهد احمد احمدي اؤ ژوبل شوي جواداحمد فرقې سره تړاؤ نه لرلو خو یوازې داحمدي ډاکټر په کلینیک کې یې کار کولو.

پروسکال هم په ۱۱مه فرورۍ په دغه سیمه کې د وسله والو په یو برید کې دعبدالقادر په نوم یو احمدي ډاکټر وژل شوی ؤ.

داحمدي ټولنې ویاند وایي دتیرو دوؤ کلونو په مهال پېښور کې داحمدي ټولنې پینځه وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي اؤ داحمدیانو په ضد دکرکې خورولو باقاعده مهم روان دی.

پاکستان کې د احمدي ټولنې د وياند عامر محبوب په وینا پاکستان کې په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کېږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي.

هغه وايي د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 278 احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي.

په پاکستان د ډیرې مودې راهسې نیوکې کیږي چې اقیلتونو یا لږکیو ته په تحفط ورکولو کې ناکام دی خو حکومت وایي چې په یو هیواد کې ټولو وګړو ته یو برابر حقونه ورکوي اؤ دهرچا دځان ومال دتحفط هڅه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG