لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا، اوکراين ته نورې پوځي او بشري مرستې ورکوي


د امریکې د کانګرس غړو د اوکراين سره د بشري او پوځي مرستو ژمنه کړې په داسې حال کې چې د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي سره د کانګرس ځينو غړو خبرې کړې او اوکراين د روس د حملې پرضد د خپلې بقا جګړه کوي.

د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميې کانګرس ته د اوکراين سره د بشري، پوځي او اقتصادي مرستو دپاره د لس اربه ډالرو خواست کړی دی.

د امریکې د استازو د اېوان سپيکرې نېنسي پلوسي د اتوار په ماښام د ډېموکرېټک غړو ته په يو خط کې ويلي، کانګرس پلان لري چې روانه اوونۍ دغه بېړنۍ مرستې د حکومتي بوديجې د قانون سره عملي کړي.

په عېن حال کې چې د کانګرس غړو د اوکراين سره د مرستو ژمنه کړې ښايي د ډېموکرېټک او ريپبلکن ځينې غړي د اوکراين د صدر دغه غوښتنه ونه مني چې پکې هغه د روس د هوايي بمبارۍ د مخې نيولو دپاره د اوکراين د فضايي حدودو د پروازونو د بنديز ويلي دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، صدر جوبايډن د اوکراين لخوا د جنګي الوتکو د خواست په اړه په معمول کې د اوکراين د صدر زيلنسکي سره په تماس کې دی.

هغه ويلي، دوی په دغه اړه فعاله خبرې کوي.

په امریکا کې د اوکراين سفيرې اوکسانا مارکارووا فوکس نیوز سره په مرکه کې هغه غږ بيا تکرار کړی چې اوکراين ولس د امریکا نه د جنګي الوتکو ضد وسلې، او پوځي مرستې غواړي.

زيلنسکي ویلي، روس پلان لري چې په ساحلي ښار اوډيسا باندې بمباري وکړي، او زياته کړې يې ده که داسې وکړی شو دا به جنګي تاريخي جرم وي.

د ګل په ورځ د ماسکو او کيف د خبرو درېم پړاو هم ټاکل شوی دی.

امریکې ویلي داسې کره ثبوتونه يې ليدلي چې روس په ارادې سره ولسي ابادۍ په نخښه کوي کوم څه چې به جنګي جرم وي.

بل لور ته د روس صدر ولاديمیر پيوټن د اتوار په ورځ ویلي، چې په اوکراين کې يې پوځي عمليات د پلان ترمخه روان دي، او تر هغې به روان وي څو پورې چې اواکراين جګړه نه وي ودرولي.

XS
SM
MD
LG