د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي سلاکار ويلي، د ګل په ورځ د اوکراين او روس ترمنځ خبرو کې لږ پرمختګ شوی دی.
ميخايلو پوډولېک ويلي، دغه خبرې د جګړې څخه وتونکو دپاره د خوندي لارې ورکولو دپاره وې، خو دغه خبرې چې شخړه به ختمه کړي غټ پرمختګ پکې نه دی شوی.
پوډولېک ويلي، په بشري بنيادونو د لاجسټک لارې په لړ کې يو څه مثبت پرمختګ شوی دی، خو هغه په بيلاروس کې ترسره شوو دغو خبرو په اړه نور تفصيل نه دی ویلی.
روس د ګل په ورځ د محدوده جنګ بندۍ اعلان کړی چې اوکرانيانو ته اجازه ورکړی شي چې د محاصره شوو ښارونو څخه ووځي.
خو د ګل په شپه داسې کومې اشارې نه دي ليدل شوي چې روس په اوکراين بمباري ودروي.
د روس مزاکرات کوونکي ویلي، روس تمخه لري چې د اوکراين سره نورې خبرې وکړی شي.
د روس ليونيډ سلتسکي ويلي، د خبرو بل څلورم پړاو به په بېلاروس کې ډېر زر وشي.
د اوکراين چارواکو له دې وړاندې غوښتي وو چې عامو خلکو ته دې د روس او بېلاروس پله د تلو لاره ورکړی شي او د جګړې په ساحو کې خلکو ته د لويديځ او يورپي هېوادونو ته د تلو غوښتنه شوې وه.
او د خبرو نه وړاندې د اوکراين استازي د روس لخوا په عامو خلکو په غټه کچه د تشدد غندنه کړې وه.
د روس په اوکراين د 24 فرورۍ د حملې وروسته د دواړو هېوادونو استازو په بېلاروس کې درې ځله ليدلي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په روس غږ کړی چې په عامو خلکو بريدونه ودروي.
نوموړي د لېټوين بهرنيو چارو وزیر سره په شریکه د خبري غونډې په مهال ویلي، خلکو ته دې د خوراک او دوايانو اجازه ورکړی شي، خلکو ته دې د وتلو دپاره خوندي لاره ورکړی شي، او د اوکراين په ضد جګړه دې ودرول شي.
بلينکن د لټويا په پلازمينه کې د اسرايل د بهرنيو چارو وزير یاير لېپيډ سره هم ليدلي، او ويلي يې دي اسرايل د هغه څه پوره هڅه کوي کوم څه چې د اوکراين د جګړې ختمولو دپاره ممکن وي.