لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ښځو ته د مارچ د اتمې مبارکي ورکړې خو ښځې وايي، حقونه دې ورکړي


واشنګټن - د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې طالبان دې د مېرمنو او ښځو د حقونو ځپل ودروي.

یاده اداره وايي، تر ۸۰۰۰۰ زیاتو ملاتړو او فعالانو داسې یو سند لاسلیک کړی په کوم کې چې په نړیوالې ټولنې باندې غږ شوی چې په بیړه دې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره ودرېږي او د ښځو د حقونو د ځپلو له امله دې له طالبانو سره حساب وکړي.

امنیسټي انټرنېشنل نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، په افغانستان کې د ښځو او جونو د حقونو د ملاتړ سند په ګرده نړۍ کې حکومتونو ته استول شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښځو ته د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړې او ویلې یې دي چې په افغانستان کې اوږدو جګړو کې ښځې سختې ځپل شوي دي.

دوی ویلي، د طالبانو حکومت ژمن دی چې د مېرمنو ستونزې حل او د اسلام دین او افغاني‌ دودونو په رڼا کې هغوی ته عزتمند او ګټور ژوند برابر کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، د مارچ اتمه ورځ یو ښه فرصت دی چې پکې ښځې د خپلو قانوني حقونو غوښتنه وکړي.

خو تر اوسه چې په کابل کې ښځو د خپل تعلیم او کار کولو د حقونو په اړه کومې لاریونه کړي د طالبانو لخوا سخت ځپل شوي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو لخوا نیول شوې هم دي.

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال او ددغې ډلې ویاند ویلي، حکومت یې ژمن دی چې ټولو افغان مېرمنو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړل شي.

هغه ویلي، "مونږ د خپلو ټولو افغان مېرمنو د حقونو ساتنه او دفاع کوو."

بل پلو د امریکا سرپرست سفیر این مکېري ویلي، امریکا د افغان ښځو او جونو ملاتړ کوي او په ټویټر باندې یې لیکلي،

"د افغانستان امنیت او نیکمرغي په دې پورې تړلې ده چې خپلو ښځو او جونو ته داسی فرصتونه برابر کړي چې د ټولنې په ټولو برخو کې ښکېلې وي چې په هغو کې تعلیم او کار هم شامل دی."

یوناما هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، ملګري ملتونه له افغان مېرمنو او جونو سره ولاړ دي په داسې حال کې چې هغوی له توپیري چلند سره مخ دي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د مارچ اتمه د نهې یا سې شنبې په ورځ په کابل کې په وړو غونډو باندې لمانځل شوې ده.

د افغان خبریالانو فېډرېشن په یوې غونډه کې په کابل کې ګڼو ښځینه خبریالانو ته تقدیر نامې ورکړې.

د اسیه وردګ په نامه یوې افغانې خبریالې امریکا غږ ته وویل، هغه خوشحاله ده چې د مارچ اتمه لږ تر لږه په کابل کې لمانځل شوې ده.

خو هغې دا هم وویل، چې نړیوالې ټولنې له هغو ښځینه خبریالانو سره کومه مرسته نه ده کړې چې لا تر اوسه هم په کابل کې پاتې دي او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د افغان خبریالانو فېدرېشن وروستۍ سروې ښيي چې ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو د طالبانو د راتګ راهیسې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، په افغانستان کې په واک د طالبانو له قبضې راوروسته نېږدې ۴۰۰ ملکي وګړي په بریدونو کې وژل شوي چې تر ۸۰ فیصدو زیات یې داعش ترسره کړي.

رویټرز خبري اداره لیکي، چې دغه خبره د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د ګل یا دوشنبې په ورځ د یو راپور خپرولو پر وخت کړې ده.

دا په واک باندې د طالبانو له قبضې راوروسته د بشري حقونو لومړنی ستر راپور دی.

په دغه راپور کې دا هم راغلي دي، چې تر ۵۰ زیات خلک له ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو په تور وژل شوي، شکنجه شوي او له ځینو یې سرونه پرې شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG