لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراين د روس د يرغل له امله په دوه اوونيو کې د 20 لکه نه زيات خلک وتلي


د اوکراين چارواکو ويلي، د روس په اوکراين د يرغل وروسته تراوسه پورې د دغه هېواد نه 20 لکه خلک وتلي دي، او وايي په ساحلي ښار ماريوپول کې د روس د پوځ په محاصره کې په لکونو خلک د بنیادي اسانتیاو نه محرومه پاتې دي.

د اوکراين چارواکو تاييد کړې چې د روس د دوه اوونيو د جګړې له امله 20 لکه خلکو ملک پرېښودی او وتلي دي.

بل لور ته رپوټونه وايي، د روس پوځ د اوکراين ساحلي ښار ماريوپول ګېر کړی او د هلته نه د خلکو د وتلو عمل ځنډېدلی دی.

خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس ويلي، د څلور لکه او 30زره نه زياتې ابادۍ ياد ښار کې د اوبو، ګرمېدو د انتظام سره د موبايل فون سروس هم معطل دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ د امریکا صدر جوبايډن د روس نه د تېلو په راغوښتو بندېز لګولی دی. هغه ويلي د دغه تازه بندېز مقصد په اوکراين د روس د يرغل سزا ده.

بل لور ته د امریکې استخباراتو ويلي، د روس د پوځ په اوکراين د ناکامۍ، او په روس د بندېزونو له امله، ښايي صدر ولاديمیر پيوټن د کيف پرضد په غټه کچه د جګړې او نور قوت کارولو اووايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG