لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داعش په ملک او بلوچستان کې د کالعدم مذهبي تنظيمونو ځايي وګړي له ځان سره ملګري کړي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د ناامنۍ د زياتېدو ويره نوره زیاته شوې، څېړونکي وایي په پاکستان کې امن او ناامني د افغانستان له امن او ناامنۍ سره تړلي دي او وایي داعش په ملک او بلوچستان کې د کالعدم مذهبي تنظيمونو ځايي وګړي له ځان سره ملګري کړي او خپل اهداف تر سره کوي.

د مارچ پر څلورمه په پېښور کې د شیعه مسلمانانو پر جومات ځانمرګی برید شوی وو، چې پکې ۶۲ کسان وژل شوي‌ او تر ۱۸۰ زیات ټپیان شوي وو. د دې برید ذمه واري‌ هم داعش ډلې منلې وه او دعوه یې کړې وه چې بریدګر یو افغان وو.

د سهه شنبې- نهې په ورځ د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې هغه وخت ځانمرګی بريد شوی وو چې کله د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي نيم ساعت مخکې له يادې سيمې څخه تللی وو.

د سیوۍ د پوليسو چارواکي د ږغ او نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته وويل د دې بريد هدف د پاکستان صدر او نور لوړ پوړي چارواکي وو، ھغه وويل:

"د هغه هدف [صدر او نور چارواکي] خو نيم ساعت اول وتلی وو، موږ هغه را وګرځاوه، او هغه [ځانمرګی بريدګر] موږ تر هدفه نه پرېښوو، بس د نيم ساعت د وخت دلته هلته کېدو خبره وه، چې صدر او نور چارواکي لاړو او چاودنه وشوه"۔

د چارواکي په خبره په دې ځانمرګي بريد کې شپږ د ايف سي سرتېري وژل شوي او او ۱۹ تنه ټپيان شوي وو. د دې بريد زمه واري داعش منلې ده. يادې ډلې د ځانمرګي بريد ګر نوم عبدالرحمان پاکستانی ياد کړی، دوی په دې بريد کې د زياتو تلفاتو دعوه کړې.

د سیوۍ د پوليسو چارواکی د پېښې منظر داسې بيانوي، "د سبي مېلې ځای ته نیژدې پر جېل سړک يوه بريد ګر اول لاسي بم و غورځاوه او وروسته يې ډزې پيل کړې، په ځواب کې د ايف سي عسکرو ورباندې ډزې وکړې او په همدې وخت کې هغه ځانمرګی بريد وکړ"۔

له کوټې 163 کلوميټره لرې ختيځ سيمې ته پرته د سیوۍ ضلعې په ميرچاکر رند سټېډيم کې کالنۍ تاريخي «سیوۍ مېله» د مارچ له څلورمې روانه وه، د مارچ اتمه يې اخري وه.

د همدې ورځې خاص مېلمه د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي وو، د بلوچستان ګورنر سيد ظهور اغا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم خان سوري، د بلوچستان د اعلا وزير د کورنيو چارو سلاکار ميرضياء لانګو هم د پاکستان له صدر سره په ياده غونډه کې شريک وو. د پوليس چارواکو په خبره د هغوی له تللو پس د امنيتي عسکرو عارضي پوستې ته څېرمه دغه بريد وشو.

له بېلا بېلو نړيوالو او ځايي رسنيو سره کار کارکونکی خبريال عبدالغني کاکړ وايي په تېره څه موده کې په بلوچستان او په ټول پاکستان کې د ناامنۍ د زياتېدو ويره زیاته شوې او داعش خپلې کاروايانې تېزې کړې دي.

کاکړ وايي داعش په تېرو درو کلونو کې يواځې په بلوچستان کې تر 30 زيات بريدونه کړي دي، چې په سلګونو امنیتي عسکرو او ولسي وګړ‎و ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده:

"د داعش اوسني بريدونه دا ثابتوي چې داعش په ملک او بلوچستان کې د کالعدم مذهبي تنظيمونو ځايي وګړي له ځان سره ملګري کړي او خپل اهداف تر سره کوي، په بلوچستان کې د سيپېک پروژې په ګډون د ترقۍ داسې نورو پروژو مخه نيول د دې تنظيمونو لوی اهداف دي".

د داعش د داسې بريدونو تر څنګ تحريک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون غوښتونکو بېلا بېلې ډلې هم په بلوچستان او د ملک په نور سيمو کې پر امنتي ځواکونو، سرکاري ودانيو او د ګنې ګوڼې په ځايونو کې د داسې بريدونو زمه وارۍ وخت ناوخته مني.

د بلوچستان ايالتي او د پاکستان مرکزي حکومتي چارواکي او د پاکستان د پوځ وياندې اداراې “ای ايس پي آر“ تل یاد وسلوال تنظیمونه د پاکستان د دوښمن قوتونو لاسپوڅي بللي او ويلي یې دي‌چې دوښمن ملکونه د دغو ډلو په لاس د بلوچستان او پاکستان د ترقۍ مخه نيول غواړي.

د انګرېزي ورځپاڼې ډان د بلوچستان مدير سليم شاهد وایي د بلوچستان او پاکستان امنيت او نا امني له افغانستان سره تړلي دي. هغه وايي افغان طالبانو ته هم له داعش او نورو وسلوالو ډلو خطر دی ځکه هغه هم د داسې ډلو په ځپلو بوخت دي:

"که څه هم دا حکومتي دريځ درست دی چې په بلوچستان او په ټول ملک کې د داعش منظم تنظيمي وجود نشته خو د سيوۍ د ځانمرګي بريد شناخت په پاکستاني وګړي شوی او دا يې ثبوت دی چې هغه دلته خپل خلک لري، تر څو په افغانستان کې حالات سم نه شي د بلوچستان او پاکستان حالات به هم داسې خراب وي".

د پاکستان صدر عارف علوي تېره مياشت له يو ځايي ټیليويژن «ډان نيوز» سره په خبرو کې ویلي وو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ترهګرو ته د شپې ليدونکې عینکې او ځينې نوې وسلې هم په لاس ورغلې دي.

عارف علوي تور لګولی وو چې دوی د پولې له پورې غاړې د افغانستان له لوري په پاکستان کې بريدونه کوي، خو پر کابل واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي چې د پولې له پورې غاړې څخه په پاکستان کې بريدونه کيږي.

له دې وړاندې د افغانستان حکومتونو او امریکا داسې تورونه لګولي چې په پاکستان کې هغو وسلوالو ته پناه ورکړی شوې چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG