لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور ځانمرګی برید: «موږ به یې د لور مبارکۍ ته راتلو خو اوس د ده فاتحې ته راغلو»


واشنګټن ـــــ د پېښور په کوچه رسالدار جومات کې تر ځانمرګي برید مخکې پوليس اهکار جميل احمد هم د ځانمرګي بريدګر په ډزو وژل شوی وو، تر وژل کېدو يوه هفته وړاندې د جمیل لور زېږېدلې وه.

د خپل ځوانیمرګ زوی په فاتحه کې دعا ته ناست د هغه سپينږیری پلار د خبرو جوګه نه وو خو ملګرو يې وي او اې ډيوه ته وويل، دوی به يې د لور مبارکۍ ته ورتلل خو اوس يې دعا ته راغلي او په قبر يې ګلونه اچوي.

جميل احمد د پېښور کوچه رسالدار امام بارګاه په ساتنه مامور وو او د ځانمرګي بريد کوونکي په ډزو وژل شوی او دویم پوليس ملګری يې ژوبل شوی دی.

د جميل احمد د مرګ نه څو ورځې وړاندې د هغه لور زېږېدلې وه، ملګري يې وایي چې د لور مبارکۍ ته به ورتلل خو اوس يې قبر ته دعا ته راغلي دي، د ده يو ملګری محمد جليل وایي:

"زه ورسره څو ورځې وړاندې میلاو شوم، راته يې وويل چې ماشومه مې زېږيدلې ده او راته ويل يې چې راځې به، ما ورته د خالي يا اتوار په ورځ د راتلو ويل خو شهيد شو".

د پېښور کوچه رسالدار امام بارګاه کې د ۶۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۱۹۰ نه زيات زخميان شوي وو، په وژل شوو کي د زياتو کسانو تعلق د پېښور او کورمې ضلعې سره وو.

سليم سید هم د جمعې په ورځ کوچه رسالدار امام بارګاه باندې په ډيوټۍ مامور وو، خو د چاودنې لږ ساعت وړاندې يې ډيوټي ختمه شوې وه، وایي جميل احمد يې ښه ملګرې وو او ورته به یې ويل چې د کورنۍ نور غړي دې يې هم پوليس ته راشي او د ملک و قوم د پاره قربانۍ ورکړي:

"د هغه دا خواهش وو چې که زما زوی وای نو هغه دې هم پوليس شي، زما کور کې چې نور کسان وي هغه دې هم پوليس ته راشي، دا د هغه خواهش وو".

په امام بارګاه د ځانمرګي بريد ذمه واري داعش ډلې منلې ده، د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف وایي، د ځانمرګي بريدکوونکي څه سهولتکار يې نيولي دي او د نورو د نيولو دپاره عمليات روان دي.

خو د پېښور پولیسو مشر اعجاز خان د شورو- چارشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د شیعه مسلمانانو پر جومات د ځانمرګي برید لومړنی سهولتکار او د هغه دوه نور ملګري یې په ځانګړو عملیاتو کې وژلي دي.

حکومتي چارواکو ويلي د عبادت ځايونو د امنيت ټينګ ساتلو د پاره يې ګامونه پورته کړي دي او په دې بريد کې ککړ نیټورک به زر تر زره د خلکو مخې ته وړاندې کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG