لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا مرستیالې ولسمشرې د روس د جنګي جرمونو د پلټنو غږ بدرګه کړ


واشنګټن – د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمېلا هېریس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هغه غږ بدرګه کړ چې په اوکراین د روس د یرغل پر وخت دې د روس د جنګي جرمونو پلټنې وشي.

اسوسېټېد پریس راپور ورکړی چې روسانو په ملکي وګړو بمباری کړې ده چې په هغو کې په تازه تازه په یوه زېږنتون هم بمبار شوی.

کمېلا هېریس په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره په یو ګډ خبري کانفرانس کې د ناټو د ختیځې څنډې له متحدینو څخه د امریکا ملاتړ څرګند کړ.

نوموړې همدارنګه د اوکراین په یو زېږنتون باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د روسانو لخوا په شوې بمبارۍ باندې چې په وینو رنګ حامله مېرمنې ترې د ویستلو په حال کې دي او دې ته ورته په ملکیانو باندې په ترسره شویو نورو بریدونو سخته غوصه څرګنده کړه.

مېرمن هېرېس وویل، "له شک پرته چې باید پلټنې وشي او مونږ ټول یې باید ننداره وکړو."

هغې دا هم وویل، چې ملګروملتونو لا له مخکې څخه په دې اړه د شویو ادعاو کتنه پیل کړې ده.‌

کمېلا هېریس دا هم وویل، چې د نړۍ سترګې دې جګړې ته دي او دا چې روسانو څخه کړي او څه ډول ظلمونه یې ترسره کړي.

ولسمشر ډوډا وویل، "دا مونږ ته ښکاره ده چې روسان په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کوي."

هغه زیاته کړه، چې د هغه په اند دغه یرغل له قتل عام په څېر دی او هدف یې د یو ملت له منځه وړل او ویجاړول دي.

هېرېس د پولېنډ د خلکو سخاوت ستایلی چې د روسانو د یرغل د پیل راهیسې یې تر اوسه پورې نېږدې ۱.۵ میلیونو کډوالو ته ځای ورکړی.

مېرمن هېرېس تر دې خبري غونډې مخکې د پولېنډ له ولسمشر سره په لیدنه کې وویل، "زه د عادي خلکو د زیات او بي ساري کار په اړه وینم او لولم نو ځکه تاسو ته مې د امریکایانو لخوا مننه راوړې ده."

هېرېس تر دې مخکې د پولېنډ له لومړي وزیر سره د امریکا په کانګرس کې د اوکراین په اړه د ۱۳.۶ بیلینه ډالرو د بېل له پاس کېدو څخه څو ساعته وروسته وویل،‌ دغه پېسو څخه به ۶.۸ بیلینه ډالره کډوالو او د اروپايي متحدین نورو اقتصادي مرستو ته بیلې شي.

هېرېس همدارنګه د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین د اوکریان له کډوالو سره لیدلي کوم چې د روس له یرغل راهیسې پولېنډ ته تښتېدلي دي او د هغوی د جرات ستاینه یې کړې او ویلي دي چې له دوی سره خبرې به یې د امریکايي مرستو د هلو ځلو سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمېلا هېرېس به په وارسا کې د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو سره هم وویني.

جسټن ټروډو د تېرو څو ورځو راهیسې په اروپا کې دی او د اوکراین په اړه له خپلو متحدینو سره خبرې کوي.

پولېنډ او رومانیا ته د هېرېس دغه چټک سفر د سپینې ماڼۍ لخوا د یو چانس په سترګه کتل کېږي چې په ترڅ کې یې به یې مرستیاله ولسمشره د ناټو د ختیځې څنډې له دوه مشرانو سره په اوکراین باندې د روسي یرغل څخه رامنځته شویو زیاتېدونکو بشري ستونزو په اړه مشورې وکړي.

په اوکراین د روسي یرغل د پیل راهیسې تر دوه میلیونو زیات اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي چې تر نیم میلیون زیات یې پولېنډ ته اوختي دي او تمه ده په راتلونکو ورځو کې به دا شمېر نور هم زیات شي.

ډوډا د کډوالو د بحران خبرداری ورکړی کچېرې له پولېنډ سره مرستې زیاتې نشي تر څو د اوکراین څخه تښتېدلو کډوالو ته پرې خواړه او د اوسېدو ځای برابر کړي.

هغه همدارنګه له له امریکا څخه غوښتي دي چې د هغو اوکرایني کډوالو کارونه دې چټک کړي چې په امریکا کې خپل خپلوان لري او غواړي هلته ولاړ شي.

مېرمن هېرېس وویل، امریکا تیاره ده چې هغه وکړي چې کولای شي او موونږ باید د پولېنډ ملاتړ وکړو د هغه بار په پورته کولو کې چې اوس د پولېنډ په اوږو پروت دی.

خو د پولېنډ د هغه پلان په اړه د وارسا او واشنګټن ترمنځ توپیر د هېرېس په سفر باندې سیوری وغورځاوه چې پولېنډ غوښتل د شوروي ساخت جټ الوتکه دې د جرمني یوې اډې ته د اوکراین د استعمال لپاره واستول شي.

وارسا ته له رسېدو سره سم د شورو یا چهارشنبې په ماښام پنټګان دغه نظر رد کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG