لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت او اپوزیشن اختلافات: اسلام اباد پولیسو د جمعیت ګوند د انصارالاسلام تنظیم 18 او د پارلمان دوه غړي نیولي


د جمعیت ګوند د انصاراسلام تنظیم غړي.
د جمعیت ګوند د انصاراسلام تنظیم غړي.

اسلام اباد ــــ د پاکستان د مخالفو ګوندونو د ایتلاف له خوا د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورې یا عدم اعتماد پرېکړې په پارلیمان کې جمع کولو پس پوځ یو ځل بیا ویلي دي چې سیاست سره یې څه کار نه شته او نه به ولري.

بل خوا د اسلام آباد پولیسو پارلیمان سره جوخت د پارلیمان د غړو دپاره د جوړ شوو کورونو «پارلیمنټ لاجز» نه د جمعیت علماء اسلام د یو تنظیم انصار الاسلام غړي نیولي دي او د پارلیمان په ځینو غړو یې تشدد هم کړی دی.

د انصار الاسلام نومي دا تنظیم په کال 2019 د جمعیت علماء اسلام له خوا د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د لوی لاریون پس حکومت لاقانونه ګرځولی وو.

د اسلام آباد پولیسو په وینا د زیارت- پنجشنبې له ورځې نه د دې تنظیم یو شمیر غړو پارلیمنټ لاجز ته راتګ پیل کړی وو ځکه د دوی د ویستلو د پاره یې دا عملیات کړي دي.

د رپوټونو ترمخه د پولیسو له خوا په دې عملیاتو کې د جمعیت علماء اسلام یو سنېټر مرتضی کامران او د مسلم لیګ نواز د قامي اسمبلۍ غړی سعد رفیق ژوبل شوي هم دي او پولیسو د قامي اسمبلۍ د یو غړي مولانا صلاح الدین په شمول د انصار الاسلام 18 غړي نیولي هم دي.

ددې عملیاتو په وخت د حکومت مخالف ګوندونو مشران د اسلام اباد پارلیمنټ لاجز ته راغلي دي او د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي که چېرې د دوی نیول شوي غړي آزاد نه کړی شول اسلام آباد به وتړي.

مولانا د خپل ګوند په پلویانو هم غږ کړی دی چې د پاکستان په کوم ښار کې هم موجود دي هغه ښار دې وتړي او احتجاجونه دې پیل کړي. مولانا د رسنیو په وسیله خپلو پلویانو ته وویل:

"سړکونه بند کړئ، د وطن کاروبار بند کړئ او هغه [حکومت] ته ووایئ چې تاسې موږ چېلنج کړي یو نو موږ هم ستاسې د مقابلې سوګند کړی دی".

خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي د بې باورۍ تحریک د اپوزیشن حق دی خو وایي اپوزیشن چې کومه لاره خپله کړې ده هغه به هیواد د خانه جنګۍ طرف ته بوځي.

د یو بل حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ مشر او پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وایي، د پوځي حکومتونو په وخت هم دغه شان عملیات نه وو شوي کوم چې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې وشول چې د پارلیمان د غړو په کورونو دا برید وشو.

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیبلز ګوند مشرانو شهباز شریف او بلاول بوټو هم د اسلام آباد پولیسو دغه ګام په سختو ټکو کې غندلی دی.

کله چې د پولیسو له خوا دا عملیات روان وو هم هغه وخت د پوځ ویاندې ادارې مشر مېجر جنرل بابر افتخار یو خبري کانفرنس ته ویلي دي چې د پوځ له سیاست سره هیڅ کار نه شته او نه به ولري ځکه دې پوځ نه په سیاسي کردار څوک تپوس ونه کړي.

مېجر جنرل بابر افتخار دا بیان داسې حال کې ورکړو چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي دي د حکومت پرضد د بې باورۍ تحریک د اسټېبلشمنت د پاره به هم یو امتحان وي چې په دې معامله دوی بې طرفه پاتې کیږي او که نه؟

خو حکومتي وزیر فواد چودهري وایي پوځ یې له حکومت سره ولاړ دی ځکه چې وایي‌ دا د پوځ آییني ذمه واري ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG