تازه خبر

د اشرف غني په اړه د مولانا فضل الرحمان بیان ته د خلکو غبرګون: «اشرف غني ترهګرو لرې کړی وو»

واشنګټن ــــ د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د دې خبرې په ضد پر ټولنیزو رسنیو خلکو سخت غبرګون څرګند کړی چې هغه وزیراعظم عمران خان ته وایي که اپوزیشن ګوندونو ته ګواښونه کوي نو انجام به یې تر اشرف غني هم بدتر وي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان د مولانا فضل الرحمان دا خبره غندلې او پر خپل ټویټر یې لیکلي دي "موږ له مولانا پوښتنه کوو چې د منتخب افغان صدر او افغان ریاست خلاف خو ترهګرو وسله اخیستې وه، ته د پاکستاني ریاست خلاف د وسلوال جنګ پر ځای ولې د جمهوریت خبرې کوې؟".

د وزیراعظم عمران خان په ضد په پارلمان کې د بې باورۍ تحریک جمع کولو د حکومت او اپوزیشن ګوندونو تر منځ اختلافات زیات کړي او یو پر بل د تنقید په ترڅ کې یې پر یو بل شخصي لفظي ګوزارونه هم کړي دي.

عمران خان د مارچ پر شپږمه د پنجاب په میلسي ښار کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې د ده په خلاف د بې باورۍ تحریک ته په اشارې سره پر نوازشریف، آصف زرداري او مولانا فضل الرحمن نه یواځې د کرپشن تورونه ولګول بلکې هغوی یې په سپکو توریو یاد کړل.

عمران خان د مولانا فضل الرحمن نوم «فضلو» یاد کړ او د هغه په اړه یې وویل "زه به هیڅکله ده ته مولانا ونه وایم، ځکه چې مولانا لوستي او دیني خلک وي موږ یې عزت کوو، خو څوک چې د ډیزلو پرمټ خرڅوي او پیسې جوړوي او دی یواځې پیسې نه جوړوي بلیک مېل کول هم کوي".

مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې- زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال عمران خان ته په جواب کې وویل، چې هسې د کرپشن تورونه دې نه پورې کوي ثبوت دې وړاندې کړي. مولانا عمران خان ته وویل:

"ته هیڅ حق نه لرې چې پر پاکستان د نور حکومت کولو دعوې وکړې، عدم اعتماد به کامیابه کېږي، دهمکۍ مه راکوه چې که ناکامه شو زه به دا وکړم هغه به وکړم، موږ هم بنګړي نه دي په لاس کړي، تا کله موږ لیدلي نه یو، په افغانستان کې د اشرف غني انجام وګوره ستا به تر هغه هم بد انجام وي".

د مولانا فضل الرحمان پر دې خبره خلکو سخت غبرګون ښکاره کړی، چې وایي مولانا یوې خواته په پاکستان کې د پرامنه جمهوري سیاست دعوې کوي خو بلې خواته د هغو طالبانو ملاتړ کوي چې د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي چې اشرف غني خو ترهګرو له واکه لرې کړی وو، وایي د پي ډي ایم مشر څنګه پي ډي ایم او طالبان سره برابرولای شي. محسن داوړ لیکلي:

"آیا پي ډي ایم اجازه ورکوي چې د ترهګرۍ له لارې خپل سیاسي اهداف تر لاسه کړي؟ دا د شرم وړ بیان دی چې ټول سیاسي ګوندونه یې باید غندنه وکړي".

ګڼ شمېر خلکو له مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې له اشرف غني بخښنه وغواړي، ځکه چې وایي هغه پخپله خوښه له هېواده تللی او افغانستان یې له لویې تباهۍ ژغورلی وو، خو مولانا تر اوسه د خپل بیان په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلام اباد پولیسو له خوا د جمعیت علمای اسلام ګوند د انصارالاسلام تنظیم د 18 غړو او د قومي اسمبلۍ د دوو غړو تر نیولو وروسته د مولانا فضل الرحمان په امر د دې ګوند کارکنانو د پاکستان د اکثرو ښارونو لویې لارې بندې کړې وې. په همدغسې یوه ویډیو کې د دې ګوند یو غړی د افغانستان یو بل پخوانی ولسمشر یادوي:

"تر څو چې ته [عمران خان] استعفی ور نه کړې، انشاءالله که ستا حشر د ډاکټر نجیب نه شو دا لاره به تر هغه وخته بنده وي".

افغان طالبانو هم د مولانا فضل الرحمان د بیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

مولانا فضل الرحمان په تېرو شلو کلونو کې هم تل په افغانستان کې د افغان حکومت او پوځ په ضد د طالبانو جګړه جایزه بللې وه او تېر کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې د طالبانو له خوا د بېلابېلو ولایتونو په نیولو سره هغوی ته مبارکي ویلې وه.

XS
SM
MD
LG