لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا روس ته په اوکراین کې د جنګی جرمونو په هکله خبرداری ورکړ


واشنګټن – واشنګټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ماسکو ته له دې امله خبرداری ورکړی چې د ځینو کتونکو په باور په اوکراین کې روسي ځواکونو جنګي جرمونه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس وویل، "مونږ ډېر باوري راپورونه لیدلي چې په ملکیانو باندې قصدي بریدونه کېږي کوم چې د جنیوا د کنوېنشن لاندې یو جنګي جرم بلل کېږي." خو هغه نېغ په نېغه روس ددغه جرم په ترسره کولو باندې تورن نه کړ.

پرایس هغه پخوانۍ خبره بیا تکرار کړه چې د روس د ولسمشر ویلادمیر "پوتین هغه پلان چې غواړي په چټکۍ سره اوکراین ونیسي اوس ښکاره ده چې ناکامه شوی دی." او زیاتوي چې هغه اوس د اوکراین د خلکو د ارادې ماتولو تګلاره غوره کړې خو هغه به په دې و نه توانېږي.

روس په اوکراین د خپل یرغل پر مهال په ملکي خلکو بریدونه رد کړي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمېلا هېرېس په پولېنډ کې وویل، دوی په اوکراین کې د روس د یرغل په اړه د ملګروملتونو د پلټنو ملاتړ کوي په کوم کې به چې د بشري حقونو څخه سرغړونه، تیری او جرمونه څېړل کېږي.

هېرېس په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره د اروپا په ختیځ کې له ناټو متحدینو سره د امریکا ملاتړ‌ څرګند کړی.

هغې وویل، "یقینا چې هلته باید پلټنې وشي او مونږ ټول یې باید ننداره وکړو."

ډوډا زیاته کړه، "دا مونږ ته ښکار ده چې په اوکراین کې روسان جنګي جرمونه ترسره کوي."

په ورته وخت کې به د ملګروملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د روس د هغو ادعاو په اړه بیړنۍ غونډه وکړي چې ګواکې اوکراین کیمیاوي وسلې جوړوي.

دغه غونډه د روس په غوښتنه نیول کېږي. د روس لخوا د کیمیاوي وسلو د تولید په مسلې باندې د سوریې په اړه یوې غونډه کې پوښتنې وشوې.

روس همدارنګه په امریکا تور لګولی چې د بیولوجیکي وسلو د څېړنو لپاره اوکراین ته پیسې ورکوي.

امریکا او اوکراین دواړو دا ادعاوې رد کړي دي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د جمعې په ورځ دا اعلان کړي چې امریکا،‌ اروپايي اتحاد او جي سیون هېوادونه به په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله داسې ګامونه پورته کړي چې له روس څخه هغه سوداګریز لقب واخلي چې تر ټولو د خوښې هېواد په توګه یادېده.

له دې اقدام سره به امریکا او متحدینو ته یې دا لاره پرانېستل شي چې د روس په وارداتو باندې ټکسونه ولګوي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنېسټي انټرنېشنل د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، په چرنیف کې د مارچ په دریمه نېټه د روسي‌ ځواکونو لخوا په هوايي بریدونو کې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو په اړه یې پلټنې وکړې او دا پېښې په یو جنګي جرم کې راتلای شي.

د بشري حقونو دغې نړیوالې ډلې ویلي، له مرکو او د ویډیوګانو له څېړلو ښکاري چې په هغو ملکي وګړو بمباري شوې کوم چې خواړو اخېستلو ته په کتار کې ولاړ وو.

د هېرېس څرګندونې یوه ورځ وروسته له هاغې مخې ته راغلي چې روسانو په مېرپول کې په یو زېږنتون باندې بمباري وکړه او د اوکرایني چارواکو په وینا لږ تر تر لږه درې کسان په کې ووژل شول چې یو ماشوم هم پکې شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي په روغتون برید یو قتل عام بللی او له ناټو څخه یې یو ځل بیا غوښتي چې د اوکراین په فضا کې دې الوتنې بندې یا نو فلا زون ولګوي.

زیلېنسکي ناټو ته وویل،‌ "تاسو قدرت لرئ خو داسې ښکاري چې انسانیت له لاسه ورکوئ."

روس په روغتون باندې د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي چې دا جعلي خبرونه دي او زیاتوي، چې په دغې ودانۍ کۍ پخوا زېږنتون وو خو اوس پکې سرتیري وو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG