لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید: د بې باورۍ تحریک د ووټ په ورځ به رېنجر او ملېشه د پارلمان امنیت ساتي


اسلام اباد ــــ د مخالفو ګوندونو له اړخه د وزیراعظم عمران خان په ضد قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک له جمع کولو وروسته حکومت د دې د ناکامولو او درولو د پاره یو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

د پنجشنې- زیارت په ورځ د پارلیمنټ لاجز کې د جمعیت علما اسلام د غړو سره له تاوترخوالي وروسته حکومت اعلان کړی دی چې د بې باورۍ تحریک په اړه د رایو اچولو په ورځ به رینجرز او ملېشه د پارلمان په امنیت ساتلو ګومارل کېږي.

د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل قانون په لاس کې اخیستونکي څوک به هم نه پریږدي:

"پریکړه شوې ده چې د الیکشن په ورځ د پارلیمان ودانۍ، د پارلیماني غړو کورونه یا ایم این اې لاجز او زوړ ایم این اې هاوس د حفاظت د پاره به رینجرز او ایف سي ځای پر ځای کړی شي".

تېره ورځ د اسلام اباد پولیسو د پارلیمان سره نزدې پارلیمنټ لاجز څخه د جمعیت علما اسلام یو تنظیم انصارالاسلام ۱۸ غړي نیولي وو او د پارلیمان پر ځینو غړو یې تشدد هم کړی وو، چې د مولانا فضل الرحمان له خوا په ټول هیواد کې د احتجاج کولو د دړکو وروسته بیرته خوشي کړی شوي دي.

مخالفو ګوندونه دغه پېښه د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک عکس العمل ګڼي. د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل حکومت په زور د آیین لاره تړل غواړي:

"عمران خان د درغلۍ د لارې وزیراعظم جوړ شو او د چوکۍ بچ کولو د پاره انقلابي جوړېدل غواړي، په درغلې راغلی وزیراعظم به په ایینې لاره کورته لیږو".

د مخالفو کوندونو له اړخه د وزیراعظم عمران خان په ضد قامي اسمبلې کې د بې باورۍ تحریک له جمع کولو وروسته حکومت د دې د ناکامولو او درولو د پاره د هغو غړو د غړیتوب ختمولو پرېکړه هم کړې چې د وزیراعظم په ضد به د بې باورۍ ووټ کاروي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي وو د وزیراعظم په ضد ووټ کارولو باندې به د ایین د ارټیکل ۶۳- اې لاندې عملیات کیږي.

د رپورټونو ترمخه په دې اړه حکومت د قامي اسمبلۍ سپيکر ته د ځانګرو اختياراتو د کارولو پرېکړه هم شوې ده.

د اسمبلۍ یو غړی د ووټ کارولو څخه منع کول تر څومره حده ممکنه کېدی شي، په دې اړه مشر قانون پوه قاضي انور وې او اې ډیوه ته وایي:

"د ایین تر مخه ۶۳- اې کې به غړې ووټ ورکوي او هغه ووټ به شمېرل کیږي هم، بیا وروسته د هغه په ضد د ګوند مشر څه پرېکړه کولای شي، که چرې ووټ وکارول شو نو حالات ټول بدلېدې شي".

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په ۳۴۲ غړو کې دا وخت تحریک انصاف د اتحادیاتو په شمول د ۱۷۸ غړو ملاتړ لري، بل پلو ته مخالف ګوندونه چې قامي اسمبلې کې ۱۶۲ غړي لري او د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک د کامیابۍ د پاره ۱۷۲ ووټونو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د پاکستان په تاریخ کې په ټاکنو کې د اسټیبلشمنټ یو رول پاته شوی دی، د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ دغه تحریک د پوځ د پاره هم یو امتحان ګڼل کیږي.

د مخالفو ګوندنو وینا ده که چېرې اسټیبلشمنټ بې طرفه پاته شو نو وزیراعظم عمران خان کور ته لېږلای شي ځکه چې وایي د واکمن تحریک انصاف ګوند خپل خلک د دوی څخه بیزاره دي.

بل اړخه ته حکومتي وزیر فواد چودهري په تېرو ورځو کې ویلې وو چې پوځ د حکومت سره ولاړ دی ځکه چې وایي دا د پوځ آییني ذمه واري ده، خو تېره ورځ د مطبوعاتو سره خبرو کې د پوځ د مطبوعاتي ځانګې ویاند میجر جنرل بابر افتخار ویلي پوځ د سیاست سره هیڅ کار نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG