لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر د نان نېټو ملګري حيثيت موندل ذمه وارۍ هم سېوا کوي


د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني له ولسمشر جوبایډن سره په تېره جنورۍ میاشت کې دغه ملاقات کړی وو.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني له ولسمشر جوبایډن سره په تېره جنورۍ میاشت کې دغه ملاقات کړی وو.

واشنګټن- د جنورۍ په 31 نېټه د امريکا ولسمشر جو بايډن د قطر امير تمين بن حماد الثاني ته وويل د دوه اړخيزه دفاعي چارو د ټينګولو د پاره به امريکا قطر يو مهم نان نيټو هېواد وګرځوي.

امريکا او قطر د وړاندې نه د يو بل دفاعي ملګري دي چې زېلې يې د کال 1992 دوه اړخيزه دفاعي لوظنامې ته رسي چې په ترڅ کې يې امريکا کولی شي د قطر پوځي ځايونو ته لاس رسی ولري او د امريکايي پوځي ځواکونو او پوځي سامان ځای په ځای کولو سره سره به د قطري پوځ د تربيه کولو چارې هم په مخ بيايي.

خو ولې دا ځانګړی حيثيت په قطر دا ذمه واري هم اچوي چې د متشدده توندلارۍ او ترهګرۍ د مخنيوي او د بهرني يرغلګرو خلاف به يو ټينګ ملګری ثابت شي.

د جنورۍ د اعلان نه وړاندې لا امريکا او قطر د لوظنامو په ترڅ کې دفاعي ملګرتيا سېوا کړې وه چې په سيميزو چارو غور فکر وکړي او قطر په منځني ختيځ کې د امريکا پوځي عملياتو ته مرستې يقيني کړي.

د ټولو مهمه دا ده چې قطر د الوديد هوايي ډګر ته د کال 2003 راهسې د اته بيلين ډالرو نه زياتې مرستې ورکړي چې د سوبه يې د هوايي ډګر پوځي خدمات فراخه شوي.

ياد هوايي ډګر اير فورس سنټرل کمانډ فارورډ، يو ايس سنټرل کمانډز کمباينډ اير اپريشنز سنټر، کمباينډ جواينټ انټر ايجنسي ټاسک فورس سيريا او يو ايس اير فورس 379 اير ايکسپيډيشنري وېنګ ځای کړي دي. قطر د امن په وخت کې هم د سيمې د پاره ډېر مهم دی.

د قطر دې حيثيت ته خېژول په دې معنا دي چې لکه د اسټريليا او جاپان د امريکا يو نزدې ملګری دی او په منځني ختيځ کې د خپلو ګاونډيانو بحرين او کويت ان تر مصر او اسرايل پورې د دې حيثيت سيال شو.

درې نور د منځني ختيځ ملکونه لکه اومان، سعودي عرب او متحده عرب امارات هم د ځانګړي نان نيټو حيثيت موندلو په نوملړ کې دي د چا چې د امريکا سره نزدې دفاعي اړيکې دي.

په نړيواله کچه د دې ځانګړي حيثيت موندل به په دې معنا وي چې قطر به دا پخلی کوي چې د امريکا لخوا ورسره کومه ټېکنالوجي او معلومات شريکيږي هغه به خوندي وساتي او په خصوصي توګه د چين او روس په لاس ورنشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG