لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماشومانو جنسي تیری،پښتونخوا اسمبلۍ ته دسختو سزاګانو قانوني ترمیمي مسوده وړاندې کړل کیږي


د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په ماشومانو دجنسي تیري په پېښو کې ککړو مجرمونو ته د مرګ دسزا او د هغوی فحش ويډيوګانو جوړونکو ته د نورو سختو سزاګانو ورکولو لپاره د ماشومانو د تحفظ د قانون ترميمي مسوده تياره کړې او ممکنه ده چې د ګل په ورځ صوبايي اسمبلۍ ته د بحث او منظورۍ لپاره وړاندې کړل شي۔

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي ددې ګام ستاینه کوي خو وايي ترکومې چې په نصاب کې د جنسي تعليم لپاره مواد نه وي شامل شوي او خلکو ته پوهه نه ورکړل شوې نو په ماشومانو دجنسي تيري مخنیوی به يوازې دقانون دلارې اسان نه وي۔

د ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښو مخنيوي لپاره صوبايي حکومت د ماشومانو د تحفظ د قانون ترميمي مسوده تياره کړې، د کومې ترمخه چې به په دغه پېښو کې ککړ تنانو ته د مرګ سزا يا عمر قيد او تر 50 لکو روپو د جرمانې سزا ورکولې شي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ښځينه غړې عاشيه بانو وي او ای ډيوه ته وايي چې د کال 2010م د ماشومانو د تحفظ قانون کې دترميم کولو مقصد په جنسي تيري کې ککړو تنانو ته سختې سزاګانې ورکول او ددغې پېښو مخنيوی کول دي۔

نوموړې زياته کړه چې په اکثره پېښو کې د جنسي تشدد کولو وروسته ککړ تنان چې ددغه ماشومانو پېژندګلو وي د خپل ځان پټ ساتلو لپاره ماشوم يا ماشومه ووژني نو په ترمیمي قانوني مسوده کې په دغه ډول پېښو کې ککړو کسانو لپاره دتېزندۍ يا د مرګ سزا تجویز کړل شوې ده ۔

په قانوني مسوده کې دا هم ليکل شوي چې کوم تن د ماشومانو په غېر اخلاقي ويډيوګانو جوړولو کې ککړ وي نو هغه ته د 20 کالو پورې د بند د سزا ورکولو ترڅنګ به هغه 70 لکه روپۍ جرمانه کېږي۔

د مسودې ترمخه د ماشومانو په قاچاق کې ککړ تن ته به د 25 کالو دبند د سزا ورکولو ترڅنګ هغه 50 لکه روپۍ جرمانه کولی هم شي۔

همدا راز د ماشومانو په ضد د جنسي تیري قضيې به د ماشومانو د تحفظ په عدالتونو کې یوه میاشت کې دننه فيصله کېږي۔

په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د حکومت ددغې ګام ستاینه کوي خو وايي ترکومه چې په نصاب کې په ماشومانو د جنسي تيري مخنيوي لپاره مواد نه وي شامل شوي او خلکو ته په دې اړه مالومات نه وي ورکړل شوي نو يوازې دقانون دلارې ددې پېښو مخنيوی به ممکن نه وي۔

نوموړي زياته کړه چې کوم خلک اغېزمن کېږي نو د هغه خلکو بېداري ډېره ضروري ده، دلته ماشوم او مور پلار نه دي بېدار کړل شوي ځکه چې نظام نشته۔

د عمران ټکر په وینا د ټولو نه غوره خبره دا ده چې په دې اړه مالومات او پوهه په نصاب کې شامله شي، د قران او حديث په رڼا کې علماکرام په جوماتونو کې په دې موضوع خبرې وکړي، غېر دولتي ادارې پرې غونډې وکړي او سياسي خلکو ته هم پکار دي چې په خپلو جلسو کې په دې اړه بحثونه وکړي۔

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ دقانون ترميمي مسوده کې دا هم ليکل شوي چې کوم تن په ماشومانو جنسي تيري کې ککړ وي نو د هغوئ به باقاعده ريکارډ ساتل کېږي او داسې مجرمانو ته به د ماشومانو اړونده ادارو کې نوکري نه ورکول کېږي، که کومه اداره داسې کوي نو د ادارې مشر به 5 کاله قيد او د يو کروړ روپو دجرمانې مستحق وي۔

د خېبر پښتونخوا د پوليس محکمې د شمېرو ترمخه په کال 2019 کې د صوبې په کچه د ماشومانو سره د جنسي تشدد 185 او په کال 2020 کې 323 پېښې ريکارډ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG