لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: متقي او وېسټ موافقه کړې چې د افغانستان پیسې به خیریه ادارو ته ور نه کړل شي


واشنګټن – طالب چارواکو ویلي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي تاماس وېسټ سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړي.

دواړو مشرانو د افغانستان په سیاسي او اقتصادي حالاتو باندې دغه خبرې د ترکیې په اناتولیه ښار کې د لیده کاتو پر مهال کړي دي.

تاماس وېسټ په ټویټر لیکلي، دوی ګټورې خبرې کړي او زیاتوي، "د افغانانو لپاره مو په مهمو مسلو باندې خبرې وکړې، چې په هغو کې اقتصادي ثبات، پرمختګ، تعلیم او تجارتي هوايي سفرونه شامل وو."

وېسټ وویل، امریکا له طآلبانو سره د متحدینو او شریکانو نظر شریک کړ چې نړیوال ټولنه باید له طالبانو سره ښکېله پاتې شي او په افغانستان کې یې د پوهنتونونو د پرانېستلو هرکلی وکړ او دا یې یو مهم ګام وباله.

وېسټ هیله څرګنده کړه، چې زیات خلک دغې کې داخل شي، ماحول ئ مثبته وي او د ټولو لپاره محفوظه وي

خو هغه وویل،‌ چې لا هم زیات کار باید ترسره شي.

ویسټ وویل، "د بشري حقونو، د لاسته راوړنو د خوندي کولو او په حکومت کې د افغان ټولنې د ونډې زیاتولو په برخه کې لا نور کار ته اړتیا ده."

ده ویلي،‌ چې له خپلو ملګرو او همکارانو سره یې په دې خبرې کړي چې نړیواله ټولنه دې هرو مرو په ګډه کار وکړي.

طلوع نیوز د بهرنیو چارو وزارت له خولې ویلي، متقي او وېسټ په دې موافقه وکړه چې د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ بیلینه راخلاصې شوې پیسې به نړیوالو خیریه ادارو ته نه ورکول کېږي او نه به په بشري مرستو باندې لګول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر لیکلي، "افغان لوري یو ځل بیا دا خبره وکړه چې یادې ۳.۵ بیلینه ډالره او پاتې ۳.۵ بیلینه نور ډالر باید راخلاص شي او د افغانستان مرکزي بانک ته دې ورکړل شي ځکه دا ټوله پانګه د افغانستان د خلکو پورې تړلې ده او یواځې دوی د دغو پیسو په اړه پرېکړه کولای شي.

د طالبانو وزارت دا هم ویلي،‌ چې متقي په دغې لیدنه کې دا وویل چې د افغانستان د بانکونو د پانګې له نیولو سره به د طالبانو او د امریکا اړیکو باندې منفي اغیزه پریوځي او وايي چې دواړو غاړو په دې موافقه وکړه چې داسې لیدنو ته به دوام ورکوي چې په اړوندو مسلو خبرې وشي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک نهه بیلینه ډالره کنګل کړي وو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په فیبرورۍ کې داسې یو صدارتي حکمنامه لاسلیک کړه د کوم له مخې چې د امریکا په بانکونو کې له کنګل شویو اوو بیلینه ډالرو څخه به ۳.۵ بیلینه افغانستان ته خلاص شي او ۳.۵ بیلینه نور یې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې برید قربانیانو ته ورکړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG