لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین کې توده جګړه روانه ده او د کیېف په ۲۵ کیلومټرۍ کې روسي ځواکونه په راټولېدو دي


د اوکراین له جګړې څخه د مارچ د ۱۲ نېټې اخېستل شوی انځور
د اوکراین له جګړې څخه د مارچ د ۱۲ نېټې اخېستل شوی انځور

واشنګټن - د اوکراین پلازمېنې کیېف په شمال لویدیځ کې د خالي یا شنبې په ورځ سخته جګړه روانه وه او روسي ځواکونه د پلازمېنې په ۲۵ کیلومټرۍ کې سره راټول شوي دي.

په ورته وخت کې په ګڼو ښارونو کې د هوايي بریدونو په اړه خبرداري اورېدل شوي دي.

د روس د دفاع وزارت ویلي، دوی واصلکېف سره نېږدې د اوکراین یو هوايي ډګر وېجاړ کړی دی.

بل پلو امریکا او متحدینو یې په روس نوي بندیزونه لګولي دي.

د روس د دفاع وزارت ویلی، دوي د واصلکېف ښار سره نېږدی د اوکرېن هوايي اډه او د وسلو ډيپو تباه کړې ده.

د اوکراین خارجه وزارت ویلی دي چې د روس ځواکونو په ماريوپول کې یو جماعت په نخښه کړی دی چرته چې تر اتیاؤ پورې خلکو پناه اخستی وه. په دې کې ځني خلک د ترکي وو.

د خالي په ورځ یعني په یو شمېر سیمو کې د ګېر خلکو د وتلو لپاره د خوندي لارو برابرولو کوښښونه وشول او د کیېف او نورو علاقو خلک د جګړو نه ځان بچ کولو د پاره خپلې سیمې پرېږدي.

د اوکراېن نائب وزیراعظمې اېرېنا ورېشچک په یو ویډیو وېنا کې تمه څرګنده کړی چې ټاکل شوی لارې به خلاصې شي او دا چې روس به د ډزبندې په اړه خپلې ذمه وارې په ښه ډول ترسره کړي.

روس په اوکراېن کې لا په نورو علاقو کې هم جګړه شورو کړی او د اوکراېن په مغربي علاقو کې يې ځایونه په نخښه کړي. داسې ښکاري چې روس د سرښار کیف سره نېزدې ځواکونه راغونډوي.

بل پلو امرېکې او اېتلافیانو يې په روس بندیزونه نور هم سېوا کړي دي.

د امریکې د دفاع یو چارواکی د نوم نه څرګندولو په شرط پخلی کړی چې روس د اوکراېن مغربي علاقې په نخښه کوي او د جمعې په ورځ يې په لوسک او اېوانوـ فرېنکوسک کې هوايي ډګرونه په نخښه کړي.

روس په اوکراېن کې د عملیاتو د پېل راهېسې د اتو سوو نه زیات مزائلې په اوکرېن ورولی دي.‌

دغه چارواکي زیاته کړه چې د روس د ځواکونو وړاندې دسته د سرښار کېف نه پنځلس کلومیټره لرې د ښار په شمال غربي سېمه کې ده، خو د روس پلوه دستې ښار ته نېزدی شوي دي. دې واېي د اوکرېني ځواکونو لاخوا سختې مقابلې روسي ځواکونه پرېشانه کړي دي.

د پنټاګان دا چارواکې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په وجه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، د روس د ځواکونو که تراوسه جاج واخېستل شي نو دوي ناتجربه کاره ښکاريږي او داسې پوځ نه ښکاري چې ډېر لوېې توان لري.

خو دې وايي داسې ښکاري چې د روس ځواکونو په شورو کې د خپلو غلطو نه زدکړه کوي. او د ماريوپول ښار چارواکو ویلی دي چې په ښار د عملیات د شورو کېدلو راپدیخوا د روس په ډزو کې د پنځلس سوو نه زیات عام خلک وژلی شوي دي. د دې دعو د ازادو سرچېنو نه پخلی ممکن نه دی.

د اکراېن ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په یو ویډیو کې ویلي دي چې دا نه شي ویلی چې کله به خپلې علاقې ازادې کړي خو په داسې مقام دي چې ویلی شي دوي به داسې وکړي. دوي نور وضاحت نه دی کړی.

امرېکې د جمعې په ورځ په روس نوي بندیزونه لګولی دي. او د روس نه يې په شرابو، په هېرو او سمندري خوراکونو خپل هېواد ته په راوړلو پابندي لګولی ده.

امریکې، اروپايي اتحاد او د اوو غټو صنعتي هېوادونو ډلی ویلی دي چې په اوکراېن د قبضې په ځواب کې روس سره به تجارتي رابطې پرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG