لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: له اکراین څخه تر دوه نیمو میلینو زیات کډوال له ډول ډول ستونزو سره مخ دي


واشنګټن - د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار ویلی دي چې، په اوکراېن د روس د یرغل راهیسې تر دې دمه د پنځويشت لکو نه زیاتو خلکو کډی کړي دي. په دې کسانو کې د لسو لکو نه زیات ماشومان دي.

چارواکي او د مرستندویه ادارو غړي ویره څرګندوي، ډیر خلک د بشري قاچاقچیانو په لاسو کې پریوځي.

انډریي بوژا چې د ورلډ ویژن رومانیه کې د اطلاعاتو د څانګې مشاوره ده وايي، د دې امکان ډیر زیات دی. هر کال ډیرې ښځې او ماشومان قاچاق کیږي او داسې حالاتوکې ډیر خلک مرستو ته راوځي دلته رومانیه کې هم خلک راوتلی دي خو ډیر خلک بیا د دې خلکو د تکلیفونو نه غلطې ګټې پورته کوي.

د پولېنډ پولېس وايي، دوي یو مشکوک نهه څلوېښت (۴۹) کلن تن د یوې نولس کلنه اوکراېني جینۍ سره د جنسي زیاتې په تور نیولی دی. ده په انټرنېټ یوې اوکراېني جینۍ سره د مرستو وړاندېز کړی وو.

چارواکي وايي، په داسې ډول ظالمانه جرمونو کې د ککړو کسانو د پاره د دولس کالو د بند سزا ده.

جرمني او نورو ملکونو په انټرنېټ د خبردارې د پیغامونو خپرول شورو کړی دي. په دی پیغامونو کې ماشومانو او ښځو ته ویل کیږي چې د شپې د پاره چا سره نه ورځي او که کله يې هم په چا شک پیدا شي، سمدستي دې چارواکو ته ووايي.

د پولېنډ او رومانيه امنیتي چارواکو ای پي خبري ادارې ته ویلی دي چې دوي هغه کسان واپس کړي دي چې کډوال په ګاډو کې مفت بوځي او په ساده کپړو کې هم د دوي کسان موجود دي‌ او په مشکوک قاچاقچیانو نظر ساتي.

د کډوالو د پاره ادارې وايي کله چې شخړه رامخې ته شي نو بیا د انساني قاچاقو پیښې هم زیاتېږي

د اروپايي کمیشن د کال دوه زره شلم په رپورټ کې ویل شوي دي چې له انساني قاچاق نه هر کال دوه دیرش بلینه ډالره ګټه ترلاسه کيږي.

انساني قاچاق یو بد جرم دی. قاچاقچیان خلک د جنسي کاروبار، جبري مزدورۍ، په زور د خلکو په کورونو کې د روزګارونو، د انساني اندامونو د لرې کولو او په زور جرم باندې مجبوره کوي.‌

کمېشن وايي، اوویشتو اروپايي ملکونو کې د جنسي کاروبار لپاره ډیر خلک قاچاک کیږي. او په دې کې له څلورو درې برخه ښځې وي او بیا هر څلورم تن ماشوم وي.

رومانیه کې د سوکيوا کاونټۍ د پوليس کمېشنر اونټ اېپورينو وايي، دوي په خلکو نظر ساتي.

"وړو ګاډو باندې نظر ساتل یوه ستونزه ده. دا په اسانه اخوا دیخوا کیدلی شي. مونږ د اوکراېن نه کډه کونکي وړو جینکو او ښځو ته په خاص توګه دا خبره کوو چې خپل موبايل فونز کې چارج پوره ساتۍ او کوم ګاډي ته هم چې پورته کېږئ نو د هغې نمبر ځان سره یاد ساتی."

له اوکرېن نه کډه کونکو ای پي خبري اژانس ته ویلی دي چې، دوي په کوم حالاتوکې د هیواد نه کډه کړی، د دوي په ماغزو کې یواځې دا سوچ وو چې سر چرته پټ کړي، دا نورې خطرې يې هډو په سوچ کې هم تر ډېره پورې نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG