لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور ترهګرۍ ضد عدالت د سریلنکایي وګړي د وژنې په مقدمه کې په 89 ملزمانو فرد جرم لګولی


اسلام اباد ــــ د لاهور ترهګرۍ ضد عدالت د پنجاب سيالکوټ ښار کې د راپاريدلو خلکو لخوا په تشدد سره وژل شوي د کارخانې منيجر پريانتا کمارا- چې د سریلنکا وګړی وو- په قضيه کې 89 ملزمانو باندې فرد جرم لګولی دی.

عدالت ته وويل شو چې په 89 ملزمانو کې د چالان کاپۍ تقسيم کړی شوي او د استغاثې له خوا 40 شهادتيان د چالان برخه جوړ کړی شوي دي.

په چالان کې د پېښې ويډيوز او ډيجيټل شواهد هم شامل دي او د ډي اين اې شواهد، د موقعې شهادتيان او فرانزک شواهد هم د چالان برخه جوړ کړی شوي دي.

په چالان کې ويل شوي چې د سي سي ټي وي فوټېجز فرانزک ته لېږل شوي او ملزمان د موبایل فوټيجز په مرسته ګرفتاره کړی شوي د.

د ۵۵ نه زيات د ملزمانو ټيلیفونونه برامد کړی شوي او عدالت ته خواست اوشو چې د ملزمانو جرم نا قابل معافي دی او ورته دې د سختې نه سخته سزا ورکړل شي.

عدالت په ټولو 89 ملزمانو باندې فرد جرم ولګولو، خو ملزمانو د جرم نه انکار وکړو.

د دې وروسته عدالت په 16 مارچ د استغاثې 14 نور شهادتيان راغوښتى او نوره اورونه یې وځنډوله.

ياده دې وي چې پريانتا کمارا تېر کال په دريم دسمبر په سيالکوټ کې د راپاريدلو خلکو ګڼې ګوڼې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد سره وژلی وو او د ده مړی یې سوځولی هم وو.

د هيواد سياسي او پوځي قيادت، مذهبي ګوندونو، مدني ټولنې، د پاکستان د بشري حقونو کميشن او د بخښنې نړيوالې ادارې ايمنیسټي انټرنېشنل د دې پېښې غندنه کړې وه او دې پېښه کې ککړ خلک یې د قانون منګولو ته د راوړاندې کولو غوښتنه هم کړې وه.

د پوځ د کور کمانډرانو غونډې هم ژمنه څرګنده کړې وه چې د سيالکوټ غوندې پېښې ذمه وار خلکو په ضد به د زغم نه کار نه اخيستل کيږي او د دا رقم پېښو ذمه وارو په ضد سخته کاروایي کولو سره به هيواد کې توندروي ته ماتې ورکړی شي.

وزيراعظم عمران خان هم د پريانتا کمارا په ياد کې راجوړ شوي يو تعزيتى غونډې ته ويلي وو چې حکومت به یې د مذهب په نوم په چا تشدد او ظلم کول ونه زغمي او داسې خلک به د قانون منګولو نه بچ نه شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون د لاندې د مذهب د سپکاوي مجرم ته د مرګ سزا ورکول کيږي.

د سنټر فار سوشل جسټس د يو رپورټ تر مخه د کال 1987 نه د 2016 پورې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د لاندې لږ تر لږه 1472 خلکو باندې فرد جرم لګول شوی.

رپوټ وایي که څه هم دې کې چاته د تېزندۍ سزا نه ده ورکړی شوې خو لږ تر لږه 17 داسې مجرمان د مرګ د سزا په انتظار دي او د دې نه علاوه يو شمېر د عمر قيد سزاګانې تېروي.

د رپوټونو تر مخه په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون اکثر د مذهبي‌ لږکيو په ضد د ذاتي يا مالي ګټو دپاره کارول کيږي او د کال 1990 نه را په دې خوا 77 داسې ملزمان د راپارېدلو خلکو له خوا وژل شوي چې پکې د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثير او يو اقليتي وزير شهباز بهټي هم شامل دي.

سلمان تاثیر او شهباز بهټي دواړو د دې قانون د غلط استعمال درولو او دې ته د کتنې د پاره اوازونه پورته کړي وو.

د دې نه علاوه يو شمېر وکيلان هم د توندروه خلکو له خوا په دې جرم کې د ککړو خلکو د وکالت کولو په ترڅ کې وژل شوي دي او د دا رقم قضيو اورونې کولو قاضيان هم د دړکو له وجې د هيواد نه بهر تګ ته مجبور شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG