لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثناء اعجاز: ښځه د قام نیم وجود دی، که د ژوند په مبارزه کې شریکه نه شي د قام نیم وجود به کار نه کوي


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا په بنو ښار کې د «پښتنو په قامي جرګه» کې له زرګونو نارینه وو سره سره په شمېر شاوخوا دوه درځنو ښځو هم ګډون کړی وو، چې پخپلو ویناوو کې یې په ځانګړې توګه هغه ستونځې یادې کړې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه چې ښځې ورسره مخامخ دي.

په دې جرګه کې چې کومو ښځو ګډون کړی وو،‌ په هغوی کې اکثرو د پښتنو ښځو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز غورځنګ «واک تحریک» سره تړاو درلود. د واک تحریک یوې مشرې ثناء اعجاز وي او اې ډیوه ته وویل، دوی شاوخوا 70 ښځو ته ویلي وو،‌ خو وایي هغوی د ستونځو له کبله پکې ګډون ونه کړ:

"ښځې به تر دې هم ډېرې په سوونو وای ځکه موږ ډېر خلک تیار کړي وو،‌ خو د واک غورځنګ ډېرې غړې پروفیسرې او لیکوالې دي او سرکاري نوکرۍ لري بیا ورته ستونځې پېښېږي".

د دې تحریک یوې مشرې لایبې یوسفزۍ جرګې ته په وینا کې وویل، دې له شپاړسو کلونو په چاپي رسنیو او بیا وروسته په سوشل مېډیا د دې لپاره کار کاوه چې د پښتنو د ستونځو د حل لپاره یوه ستره جرګه را وبلل شي.

لایبه وایي پښتانه چې پرمختګ نه کوي تر ټولو لویه ستونځه یې دا ده چې ښځې یې د تعلیم، ټولنیزو چارو او سیاست په میدان کې شاته پرېیښې دي. ښاغلې لایبې وویل ډېره خوشاله ده چې ښځو هم په دې جرګه کې ګډون کړی دی.

لایبې یوسفزۍ وویل په تېرو کلونو کې چې د ترهګرۍ کومه څپه تېره شوه، په هغه کې ښځې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، ځکه چې وایي‌ هغوی نه له کوره را وتلای شوې او نه یې فریاد کولای شو:

"د دې جرګې د لارې زه دا یوه مطالبه کوم، چې کله د کلتور او کله د مذهب په نامه د ریاست د سازش لاندې به ښځې تر څو پورې ځپل کېږي وهل کېږي چې ته د کور یې یا د ګور یې، دا کیسه به ختموئ «ته د کور یې یا د کار یې» دا کیسه به را مخکې کوئ بیا به موږ درسره په احتجاج کې هم درېږو په انقلاب کې به هم درېږو".

پښتنې ښځې او نجونې چې په جرګه کې یې ګډون کړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره
پښتنې ښځې او نجونې چې په جرګه کې یې ګډون کړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره

د ملي جمهوري غورځنګ [نېشنل ډیموکرېټک موومنټ] د اطلاعاتو سیکرټرې جمیلې ګیلاني‌ هم جرګې ته خپله تقریباً ټوله وینا په سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو چارو کې د ښځو په رول باندې وکړي.

جمیلې ګیلاني د تاریخ په بنیاد وویل چې پښتنې ښځې د جرګو برخه وې، خو وایي د وخت په تېرېدو چې د نارینه وو هجرې جوړې شوې نو ښځې له جرګو و ایستل شوې. وایي بیا چې د انګرېزانو په راتګ په قبایلي سیمو کې پولیټیکل ایجنټانو سرکاري جرګې جوړې کړې او د عدالت کار یې ترې واخیست، په بندوبستي [ښاري] سیمو کې جایداد د قبیلې پر ځای انفرادي ملکیت شو،‌ نو ښځه د جایداد له حقه هم محرومه کړل شوه:

"د قامي ازادۍ او د ښځو د ازادۍ او سوکالۍ خبره او جدوجهد به یو ځای روان وي، داسې نه شي کېدای چې اول دې قامونه د جبر نه ازاد شي بیا دې ښځې د نرواکۍ نه د ازادۍ سلسله شروع کړي".

جرګې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او «واک تحریک» فعالې وړانګې لوڼۍ وویل، ښځې باید په اقتصادي توګه په پښو ودرول شي، چې هغه بیا په سیاست او د ژوند په نورو چارو کې فعاله برخه واخلي:

"پکار دی چې نور موږ خپلې لوڼې خویندې له بېسوادۍ [بې تعلیمۍ] را وباسو او باید دا جرګه دا فیصله وکړي‌ چې دلته ناست هر پښتون به پخپلې لور او خور باندې تعلیم خامخا کوي".

وړانګه لوڼۍ جرګې ته وینا کوي.
وړانګه لوڼۍ جرګې ته وینا کوي.

د بنو د جرګې له کوربه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي څخه د مارچ پر اوومه د مشال رېډیو د ټویټر په سپېس کې پوښتنه وشوه، چې په جرګه کې به د ښځو ګډون څومره وي او وي به که به نه وي؟ ښاغلي اڅکزي یې په جواب کې وویل:

"زه اصولي طور د دې مخالف نه یم، ملګرو ځینو ښځینه وو ته دعوت نامې ورکړې دي را به سي، خود به وي ښځې به [په جرګه کې] خامخا وي، زه د جرګې له لارې دا وایم چې پښتنو موږ ډېر زیاتوب وکړ، کم از کم ښځو ته خو خپل شرعي حق ورکړئ".

په جرګه کې یوه «سوالنامه» جوړه شوې وه چې پکې د پښتنو له ستونځو سره د تړلو پوښتنو په اړه د خلکو رایې پوښتل شوې وې. د «واک تحریک» غړې ثناء اعجاز وایي په دې «سوالنامه» کې لومړی د ښځو په اړه څه نه وو او بیا یې د دوی د غړو په غوښتنه پوښتنې پکې شاملې کړې.

په دغو پوښتنو کې "د پښتنو د بنیادي حقونو په تر لاسه کولو، په سیاسي او ټولنیزه مبارزه کې د ښځو ګډون او کردار او ښځو ته د اسلامي او بنیادي انساني حقونو غوښتنه" شاملې دي.

عوامي نېشنل ګوند په پښتونخوا صوبه او بلوچستان کې په ګوند کې ګڼ شمېر ښځې او د زده کوونکو په سازمان پي ایف ایف کې ګڼ شمېر نجونې لري، خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر اوسه د نجونو زده کوونکو په سازمان کې نجونې نه لري او په ګوند کې یې هم له ګوتو په شمېر هغو ښځو پرته نورې ښځې نه شته، چې په انتخاباتو کې پارلمان ته د ښځو پر ځانګړو څوکیو درېږي. په دې جرګه کې هم د پښتونخوا ګوند یواځې درې څلورو ښځو ګډون کړی وو.

په بنو کې درې ورځنۍ جرګه.
په بنو کې درې ورځنۍ جرګه.

ځینو خلکو په جرګه کې د ښځو د ګډون مخالفت کړی. د ملتپال سیاستوال او د نوي ګوند ملي جمهوري غورځنګ یوه مشر افراسیاب خټک پخپله وینا کې په جرګه کې د ښځو د ګډون هرکلی وکړ.

افراسیاب خټک وویل په افغانستان کې چې د پخواني باچا ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت په 1963م کال کې آیین [اساسي قانون] جوړېده، وایي د دې آیین د جوړېدو لپاره چې کومه «لویه جرګه» جوړه شوې وه په هغه کې هم ښځو ګډون کړی وو:

"په افغانستان کې چې څومره هم لویې جرګې کېږي یوه هم د ښځو له ګډون پرته نه کېږي، نو دا خبره کول چې دا د پښتنو په عنعنه [دود] کې نه ده دا سمه خبره نه ده".

د جنوبي وزیرستان ټولنیزې فعالې او خبریالې رضیې مسید جرګې ته په وینا کې د پښتنو د نورو ستونځو پر ځای تر ډېره په ټولنه کې د ښځو په اړه پر فکري بدلون ټینګار وکړ او له جرګه والو یې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي کار وکړي.

رضیې مسید پر دې خبره افسوس وکړ، چې وایي په جرګه کې په زرګونو نارینه وو کې یواځې د ګوتو په شمېر څو ښځې برخه لري او وایي له دې ښکاري چې "موږ [پښتنو] خپلې خویندې لوڼه څومره محرومې ساتلې دي". رضیه مسید وایي:

"موږ کله هم دا سوچ نه کوو چې خپلې زنانه ته د تعلیم رڼا او ورسره پوخ سوچ ورکړو او دا به هله کېږي چې تربیت یې سم شوی وي او یواځې د کور د کارونو لپاره نه وي محدوده، هغې ته باید داسې سوچ ورکړل شوی وي چې هر کله هم څنګه حالات راځي پر هغې [بد] اثر نه کوي".

ثناء اعجاز نه یواځې په جرګه کې د ښځو پر ګډون خوشالي څرګنده کړه بلکې دا یې ضروري وبلله. ثناء وایي‌ ښځه د یو قام نیم وجود دی او که د ژوند په چارو او مبارزه کې ښځه ور شریکه نه شي نو د دې قام نیم وجود به کار نه کوي:

عبدالصمد خان اڅکزی او کیڼ لاس ته ولاړه د هغه لور وليعهد عرف خور بي بي سره
عبدالصمد خان اڅکزی او کیڼ لاس ته ولاړه د هغه لور وليعهد عرف خور بي بي سره

"چې خان شهید [عبدالصمد خان اڅکزی] خپله لور ولیعهد بي بي په خپله سیاسي دوره کې له ځان سره بوځي او باچا خان خپله لور مهرتاج بي بي‌ په 1932م کال کې تعلیم ته لېږي نو ولې اوس پښتانه خپلې خویندې میندې له ځان سره [په سیاسي مبارزه کې] شاملې نه کړي".

ثناء اعجاز له لندنه جرګې ته په لېږلې شاوخوا لس منټه وېډیویي وینا کې تر ډېر پر دې خبرې وکړې چې وایي‌ د پاکستان رسنۍ،‌ تعلیمي نصاب، سیاستوال، امنیتي ادارې د پښتنو نسلي او کلتوري سپکاوی «سټېریوټایپینګ» کوي او وایي نړۍ ته یې د ترهګرو په توګه وړاندې کوي. دا ډول دعوې مخکې هم پښتنو فعالانو کړې دي خو د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو ورته څرګند جواب نه دی ویلی.

د جرګې د پرېکړو په 25 کسیزه کمېټۍ کې دوې ښځې هم شاملې وې. جرګې پر څلورمه ورځ د 25 مادو پرېکړه لیک خپور کړی،‌ چې پکې یواځې یوه ماده ښځو ته ځانګړې شوې ده. په دې ماده کې منل شوې چې په تعلیم، اقتصاد، سیاست او کلتوري چارو کې د ښځو له ګډون پرته نه شي کېدای او وایي ښځې "د غلطو رسمونو" د مذهب د "غلطو تشریحاتو" له کبله له خپلو بنیادي انساني حقونو بې برخې شوې دي:

"دا جرګه غوښتنه کوي چې د قوانینو د جوړولو او منفي رسمونو د مخنیوي سره سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د ښځو د ګډون لپاره لارې هوارې کړل شي".

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG