لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو جرګې د ډېورنډ، د ښځو حقونو، قامي وسايلو او افغانستان په اړه مشتمله 25 نکاتي اعلاميه


د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پښتنو قامي جرګې خپله اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي، دغه جرګه دې مستقله اداره جوړه شي، او وړاندېز کوي چې د دې نماينده پښتون قامي جرګې د پرېکړو او اهدافو عملي کولو دپاره دې د همکارۍ او رابطه کارۍ کميټي جوړه شي چې د خپلو قامي، ولسي ستونزو هوارولو دپاره هلې ځلې وکړي.

په بنو کې راجوړه شوې پښتون قامي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کورب توب په 11، 12 او 13 مارچ ترسره شوه او نن په 14 مارچ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د جرګې اعلاميه د جرګې د ګډون والو په وړاندې واورله.

په ياده جرګه کې د پښتنو ملت پاله ګوندونو سره قامي او قبايلي مشرانو او ښځو هم په ګڼ شمېر کې ګډون درلود. د جرګې د اعلاميې په سر کې ويل شوي دغه پښتون قامي جرګه د تيرو شوو دوه قامي جرګو د اعلاميو توثيق کوي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې دې ايين په حقيقي، وفاقي جمهوري نظام بحال کړی شي، د ايين او پارليمان بالادستي دې يقيني کړل شي او په سياست کې دې د استخباراتي ادارو لاسوهنه بنده کړل شي.

ويل شوي د پاکستان داخلي او خارجه پاليسيانو جوړښت او نفاذ دې د پارلیمان د لارې وشي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې د افغانستان د لوی جرګې او عامو انتخاباتو د لارې دې د ټولو ولسونو نماينده حکومت قايم کړل شي، د طاقت په زور دې د حکومت نیولو عمل غېر قانونه او افغان ملت سره غداري وګڼل شي. جرګې د افغانستان په اوسني ناورين خواشيني څرګنده کړې ده.

جرګې غوښتنه کړې چې د میانوالي، اټک پشمول د خېبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا په خاوره دې متحده قامي صوبه جوړه شي.

جرګې په پښتونخوا وطن د لسيزو راهسې د تپل شوي جنګ د حقايقو د لټون او مفاهمت کمېشن غوښتنه کړې او د جرګې په سرپرستۍ د حقايقو د لټون ميشن جوړولو او په 12 مې 2007 کراچۍ کې د پښتنو د وژنو د تحقيقاتي کمېټۍ جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

جرګې د عثمان کاکړ، عارف وزیر، ارمان لوڼي، اسد اڅکزي او نورو د وژنو د تحقيقاتو دپاره د جسټس فايز عيسا په مشرۍ د جوډيشل کمېش غوښتنه کړې.

جرګې د اعلاميې په لسمه نکته کې ويلي، دا قامي جرګه په ډېورنډ کرښه اغزن تار په سختۍ سره ردوي، او غوښتنه کوي چې په کرښه ټولې تاريخي تجارتي لارې دې د تجارت او د کرښې په دواړو غاړو ابادو خلکو ازادانه تګ راتګ لپاره د اسنادو او کوايفو بغېر يقيني کړل شي.

جرګې غوښتي چې په پښتونخوا وطن دې د عسکري او سرکاري ادارو قبضه ختم کړل شي، ماینونه دې پاک کړل شي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې پښتو ژبه دې د پښتونخوا وطن قامي، دفتري او تعليمي ژبه وګرځول شي، ټولې مورنۍ ژبې دې د تعليم ژبې وګرځول شي، د 18 اييني ترميم لاندې دې د نصاب اختیار صوبو ته ورکړل شي، او د يو قومي نصاب د پلي کېدو لاره دې وتړل شي.

جرګې ښځو ته د تعليم، اقتصاد، سياست او کلتوري چارو په وړاندې د قوانينو جوړولو او منفي رسمونو د مخنيوي د غوښتنې سره ښځو ته په دغو برخو کې د ګډون دپاره د لارې هوارولو ويلي دي.

جرګې د 2017 سرشمېرنې رد کړي او د نوو شفاف سرشمېرونو د مېکانزم جوړولو غوښتنه يې کړې ده. ويل شوي سېنېټ ته دې په فنانس بل او نورو شعبو کې د قامي اسمبلۍ اختیارات ورکړل شي.

جرګې د اباسين په اوبو د 1991 معاهدې ته د بيا کتنې غوښتنه کړې، او د اباسين د خپلې زړې او فطرې لارې د بحالولو يې ويلي دي.

په اعلاميه کې زياته کړی شوې چې دا جرګه پرېکړه کوي چې د ترهګرۍ په اړ کې دې ماورای عدالت قتلونه بند کړی شي، بې درکه کسان دې خوشي کړی شي، په پښتونخوا وطن کې دې چيک پوسټونه ختم کړی شي، کډوال دې بيرته ستانه کړی شي او د تاوانونو معاوضې دې ورکړل شي.

جرګې ويلي په سياسي عمل دې بندېزونه ختم شي، علي وزير، حنيف پشتين، اوېس ابدال، قاضي طاهر او نور ټول سياسي قېديان دې خوشي کړی شي.

ويل شوي چشمه لفټ کنال دې په فوري ډول تعمیر کړل شي.

جرګې غوښتي د حکومتي او غېر حکومتي پښتون دښمنه ميډيا له لارې دې د پښتون افغان منفي تصوير کشي په سمدستي توګه بنده کړل شي. تمباکو دې د نورو فصلونو په شان زرعي فصل وګڼل شي.

جرګې غوښتنه کړې چې (Action in Aid of Civil Power Regulation) تور قانون دی،دا قانون دې په پښتونخوا صوبه کې په فوري توګه ختم کړل شي، د تحفظ امنيت او انتظامي اختيارات دې ټول سېول انتظاميه ته وسپارل شي.

د اعلاميې په اخرۍ 25 نکته کې ويل شوي دا جرګه د بجلۍ، اوبو، ګېس او نورو وسايلو په مد کې په وفاق واجب الادا رقم د پښتونخوا صوبې حق بولي او فوري ادايګي يې ضروري او لازمي بولي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG