لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م،م: د افغانستان په 28 صوبو کې ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي


د خوراک نړيوال پروګرام په افغانستان کې د خوراک د کمي نه اغېزمن شويو ماشومانو په زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې او په خپل يو بيان کې ويلي چې د هېواد په 28 ولايتونو کې ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي او په دغه رنځ اخته ما شومانو کچه لوړه شوې ده.

سازمان دا هم ويلي په دغو ولايتونو کې څه د پاسه درې اعشاريه پينځه ميليونه ماشومان د خوراک د کمي له امله د ناروغو علاج ته ضرورت لري.

په افغانستان کې مېشت د بشري حقونو فعالان وايي په هېواد کې د طالبانو واکمن کېدو وروسته رامنځ ته شوي اقتصادي بحران او د بهرني امداد بنديدو سره بې وزله افغانان نشي کولی چې د بچو لپاره د مناسب خوراک بندوبست او د ناروغۍ سره مخ ماشومانو په وخت علاج وکړي ځکه د خوراک د کمي سره مخ ماشومانو په شمېره کې ورځ تر بلې زيات والی راځي.

د خوراک نړيوال پروګرام په ټويټر په افغانستان کې ماشومانو ته د خوراک د کمي خبره کړې ده.

کارپوهان وايي په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته د خلکو اقتصادي وضعيت خرابيدو سره د خوارځواکه ماشومانو شمېره ورځ تربلې سېوا کيږي.

په دې اړه په افغانستان کې مېشت د ماشومانو د حقونو فعال اميد حيران وي او اې ډيوه ته وايي چې د اقتصادي بحران او خلکو بېروزګاره کېدو له امله پلاران نه شي کولی چې د وړو موراو بچو لپاره مناسب خوراک پېدا کولو ترڅنګ د هغوی په وخت د درملنې کولو لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د اقتصادي بحران له وجې د خلکو اقتصادي وضعيت ټيټې کچې ته راغلی او مياندو ته هغه خوراکي توکي مېلاويږي کوم چې د ماشوم ته شيدې ورکولو لپاره پکار وي، هغه خوراکونو د کمې له امله مياندې نه شي کولې چې ماشوم ته پوره شيدې ورکړي او دغه شان ماشومان د خوراکي کمښت سره مخ کېږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل" کورنۍ هغه خوراکي توکي نه شي پوره کولی چې د ماشوم ورته اړتيا ده نو دغه وجه ده چې هغوی خپل وزن د لاسه ورکوي او خوارځواکي کېږي".

له دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف ویلي وو چې په 2022 میلادي کال کې به په دغه هیواد کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو د خوراک د کمي سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د بشري بحران په زیاتېدو سره، یونیسف زیاته کړې چې یادو ضروررمندو ماشومانو او کورنیو ته رسیدګي زیاته شوې ده.

د تېرې مياشت په 9 نېټه يونيسيف په ټويټر ويلي وو چې د سمدستي ګام پرته په افغانستان کې يو ميلين ماشومان د خوراک د کمي له امله مړه کېدی شي.

د ننګرهار پوهنتون د نفسياتو د څانګې استاد او د بشري حقونو فعال راز محمد فېضي وي او اې ډيوه ته وايي د خوراک د کمي سره مخ ماشومانو د علاج لپاره به چې کوم خوراکي توکي او داروګان افغانستان ته په زيات مقدار کې راتلل هغه اوس ډېر کم شوي دي او په ولايتونو کې ګڼ شمېر ماشومان د دغې مناسب خوراک څخه محرومه دي.

نوموړي دا هم وويل چې دغه مرستې به د ښارونو ترڅنګ د ولسواليو کليوالو سيمو ته هم تللې کومې چې اوس کمېږي.

هغه زياته کړه " د يونيسف لخوا چې په کلينيکونو کې دغه ويکسين ورکول کېږي د خوراک د کمي پوره کولو لپاره، دوی لپاره شيدې هم ورکړل کېدلې، بسکټ هم ورکړل کېدل، د ممپلو يو خاص غذا هم به ورکړل کېدله نو اوس هغه د ممپلو هغه غذا هم او دغه نور خوراکونه هم چې د کوچنيانو لپاره ورکول کېدل د تېر په پرتله ډېر کم شوي دي دلته".

تيره مياشت د بشري چارو ماهرينو خبردارې ورکړې وو چې افغانستان کې د 24ميلينه څخه زيات تنان چې د ټولې ابادۍ 59 فيصده جوړېږي د سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره په ځان ډېړې سختۍ راوستي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري امداد د رابطه کارۍ دفتر د راپور ترمخه، ملګرو ملتونو چې روان کال د افغانستان لپاره نزدې څلورنیم (44۔4) بلینه ډالرو اپیل کړی وو، تر اوسه په دغو پېسو کې د 13فيصده (13٪) انتظام شوی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG