لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراين او روس په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، رپوټ


د اوکراين چارواکو ويلي، د روس پوځ د ګل/ دوشنبې په ورځ د پلازمينې کيف په څنډو کې په توپونو ګوله باري کړې، په داسې حال کې چې د روس او اوکراين ترمنځ په څلورم ځل خبرې شوي خود پرمختګ کومې اشارې پکې نه دي ليدل شوي.

د وي او اې د خبر ترمخه دغه خبرې د مخکې په شان د بېلاروس په ځای د ويډيو لنک د لارې شوي دي، ويل شوي د نهې/ سه شنبې په ورځ به خبرې بيا پېل کيږي.

د اوکراين ميخايلو پوډولېک چې په خبرو کې شامل وو، په ټويټر يې ويلي، رابطه شوې خو سخته وه، هغه د اتوار په ورځ هيله څرګنده کړې وه چې روس یې وړاندېزونه په غور اوري او د رغنده خبرو پېل کېدو يې ویلي وو.

په کيف کې چارواکو ويلي، د ګل په ورځ د توپو په ګوله بارۍ کې چې د کیف په شمال کې پکې يوه نهه منزله ودانۍ په هدف شوې يو تن وژل شوی دی.

دوی ويلي، په کيف کې د الوتکو يوه کمپنۍ هم په هدف کړی شوې او اور پرې لګېدلی دی.

له دې وړاندې ویل شوي وو د پولېنډ پولې ته 25 کلوميټره نزدې د نړيوالو امن ساتونکو په په مرکز د روس د کروز میزايل په برید کې لږ تر لږه 35 کسان وژل شوي او 134 نور ژوبل شوي وو.

د امريکې د دفاع يو لوړ پوړي چارواکي د ګل په ورځ ویلي، په اوکراين کې د روس پرمختګ قابو نښتی دی.

امريکې ویلي، د روس د پوځ کاروان چې پرمختګ کوي هغه هم د کيف نه چاپېره په 15 کلومیټره کې ودرېدلی دی.

بل لور ته د اوکراين چارواکو ويلي، په جنوبي ښار ماريوپول کې ګېر شوي عام خلک چې وتل يې غوښتل، په يوه لاره وتلي، او په لومړو دوه ساعتونو کې 160 موټرې وتلي دي.

د اوکراين چارواکو ويلي، د روس د جګړې د پېل څخه په ماريوپول ښار کې د 2500 نه زيات ملکي خلک وژل شوي دي. خو دغه شمېرې د ازادو سرچینو څخه نه دي تاييد شوي.

په دې خبر کې ځينې مالومات د خبري ادارو اې پي، اې اېف پي او رايټرز نه اخستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG