لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په هدفي وژنه کې ځايي مشر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د نامالومو کسانو په ډزو کې يو ځایي مشر وژل شوی دی، پوليس ویلي دا هدفي وژنه ده.

دغه پېښه پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان د میرعلي بازار په خېسور سړک دپاسه رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وېنا وژل شوی تن ملک دريا جان د خېسور د حېدر خېل کلي سره تعلق لرلو.

د میرعلي تاڼې اېس اېچ او احمدګل وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي د وژنې د پېښې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ځکه چې د ملک دريا جان کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې.

د شمالي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر عید رحمان وايي ملک دريا جان د خپلې علاقې مخه ور ځوان مشر وو، او په علاقه کې به یې روغې جوړې او جرګې کولې او د سيمې مسلې به يې راپورته کولې.

هغه وويل دغه پېښه په وزیرستان کې په امنيت پوښتنې راولاړوي په داسې حال کې چې په وزيرستان کې هر ځای چيک پوستې موجودې دي.

هغه دعوه وکړه په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو نه وروسته تراوسه پورې د هدفي وژنو 427 پېښې رامنځته شوي دي.

هغه وویل په هدف کړی شوو خلکو کې ځايي مشران چې پکې سياسي، قامي مشران، ديني عالمان او ښځې هم شاملې دي وژل شوي دي.

د عيد رحمان په خبره دوی اوس دې پرېشانه کړي دي چې په علاقه کې د امن او تحفظ خبره څوک کوي هغوی په هدف کيږي.

پوليس لوړ پوړو چارواکو په سمدستي ډول په سيمه کې د امنیت په اړوند څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) عقيق حسېن وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په شمالي وزیرستان کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ویلي وو په علاقه کې امنیت تر ډېره حده په ځای شوی خو مسله ورته دغه پېښه ده چې چرته هدفي وژنه يا بله پېښه وشي، خلک پکې څوک نه نوموي يا د چا پرضد مقدمه نه درج کوي ځکه د نامالومه په نوم مقدمه درج شي.

بل لور ته د اتوار په شپه په ټانک ضلع کې په يوه مشاعره نامالومو کسانو ډزې کړې چې پکې يو تن وژل شوی او بل ټپي شوی وو.

دغه پېښه چې د ټانک په عمر اډه کې شوې د علاقې خلک د وړاندې نه دغلته د امنيت غوښتنه کوي.

د سيمې پوليس افسر (ډي اېس پي) انعام ګنډا پور وايي، دغه علاقه زياتره ځنګلي علاقه ده او دغلته اکثر مفروران پټ وي، د پېښې وروسته د پلټنو عمليات پېل کړی شوي خو دغلته مستقله چوکۍ يا تاڼه نشته.

د اتوار په شپه د ټانک په ډبره سيمه کې په پوليسو يوه چاودنه شوې چې پکې يو پوليس ژوبل شوی وو، تېره شپه دغه پوليس والا ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پوليسو د برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG