لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين: په جګړه کې دوه صحافيان وژل شوي


Russia-Ukraine-War-Journalist Killed.
Russia-Ukraine-War-Journalist Killed.

په اوکراين کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د امریکايي خبري ادارې فاکس نيوز کېمرا مېن پيرې زېکرزیوسکي او اوليکسنډرا کوشنوا د جګړې د کورېج په مهال وژل شوي دي، او د فاکس نيوز خبريال بېنجمن هېل سخت ژوبل شوی دی.

امریکايي خبري ادارې د نهې په ورځ په اوکراين کې د خپل کېمرامېن زېکرزیوسکي د وژنې خبر ورکړی دی، او 24 کلن اوکراينی صحافي کوشنوا هم په بريد کې وژل شوی دی.

ويل شوي زېکرزیوسکي 55 کلن وو، او هغه د فاکس نيوز د خبريال بېنجمن سره هغه وخت ژوبل شوی وو چې کله د دوی په ګاډي د کيف سره نزدې په هورنيکا کې ډزې شوې وې.

د اوکراين د کورنيو چارو سلاکار اېنټن جیراشيچينکو ويلي، د دغو دواړو صحافيانو سره د اوکراين صحافي کوشنوا هم په ګاډي کې وو او هغه هم په ډزو کې وژل شوی دی.

بېنجمن هېل د فاکس نيوز لخوا د امریکا د بهرنيو د وزارت دپاره خبريال وو، هغه ژوبل دی او درملنه يې روانه ده.

هېل او زېکرزیوسکي دواړه تجربه کاره صحافيان وو، په افغانستان، عراق او شام کې يې د جګړو کورېج کړی وو.

فاکس نيوز ویلي زېکرزیوسکي ډېره تجربه لرله، او هغه يې ستايلی دی.

د سپينې ماڼۍ ویاند سېکرټري جېن ساکي زېکرزیوسکي ته د عقیدت پيرزونې وړاندې کړي دي.

ويل کيږي په اوکراين کې د روس په جګړه کې خبریالانو ته کار نور ګرانيږي.

له دې وړاندې اېوارډ اخستونکی امریکايي فلم جوړونکی برېنټ رينوډ د اتوار په ورځ وژل شوی وو.

په لومړي مارچ يو اوکرایني کېمرا مېن يويهني ساکون په کيف کې کار کوونکي د (لايو ټي وي) کی ټي وي په ټاور د روس په حمله کې وژل شوی وو.

له دې نه علاوه څو خبري ادارو هم ویلي، چې په عمله کې په اوکراين کې د کورېج په مهال بريدونه شوي دي.

په وینا کې نړيوالې ادارې پرېس انسټيټيوټ په يو بيان کې غوښتي، چې د ميډيا د کورېج په مهال دې په صحافیانو تشدد ودرول شي، او په اوکراين کې دې صحافيان ونه وژل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG