لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ دوو ترهګرۍ ضد عدالتونو علي وزير ته د دوو مقدمو په اورېدنه کې نورې نېټې ورکړې


کراچۍ ــــ د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنۍ غورځنګ د مخکښ علي وزير پر ضد د کراچۍ په دوو ترهګرۍ ضد عدالتونو کې د روانو مقدمو اورېدنه شوې او د عدالتوتو له خوا په دواړو قضيو کې نېټې ورکړل شوې دي.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د چارشنبې- شورو په ورځ (16 مارچ) وي اې او ډیوه سره په خبرو کې وويل، د علي وزير په دوه قضيو کې اورېدنې وشوې:

"د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې يې په کال 2018 کې په جوړه مقدمه کې اورېدنه وشوه او عدالت پکې بله نېټه 28 مارچ ورکړه. همدغه ډول د ترهګرۍ ضد دويم نمبر عدالت د علي وزير او نورو پر ضد جوړې د کال 2019 په يوه بله مقدمه کې اورونه شوې او بله نېټه يې د مارچ 25مه ټاکلې".

په يادو مقدمو کې چې يوه په کال 2018 کې جوړه شوې وه، عدالت د علي وزير د ضمانت خواست د فرورۍ په 15مه رد کړی وو او عدالت ويلي وو چې په دغه مقدمه کې دوه نور ګواهان چې کله بيان ورکړي له هغه وروسته به بيا د ضمانت بل درخواست ورکول شي.

د علي وزير وکیل قادر خان ايډوکيټ وی او اې ډيوه ته ويلي، په دغه قضیه کې نن د دوو ګواهانو بيان وو، هغه عدالت ته حاضر نه شول ځکه عدالت دغه قضيه د 28 مارچ پورې وځندوله.

بله مقدمه چې د کال 2019 د پي ټي ايم پر ضد جوړه کړل شوې د ترهګرۍ ضد دويم نمبر عدالت دغې مقدمه نن اورېدنه شوې او بله نيټه يې د مارچ 25مه ټاکلې۔

قادر خان ايډوکيټ وايي په دغه قضيه کې د پي ټي ايم مخکښ علي وزير سره عالم زيب مسيد او قاضي طاهر د عدالت وړاندې پېشي وه. هغه وايي:

"عالم زيب مسيد په کراچۍ کې نه وو او قاضي طاهر د جېل څخه عدالت ته نه وو راوستل شوی چې له کبله يې د ترهګرۍ دویم نمبر عدالت بله نېټه د مارچ 25 ورکړه".

پي ټي ايم د کال 2019 په 20مه نيټه کراچۍ کې جلسه کړې او بيا د جلسې وروسته د سهراب ګوټ په تاڼه کې د علي وزير، عالمزيب مسيد، نورالله ترين، محمد شير مسيد او نورو پر ضد مقدمه درج شوې وه.

د کال 2019 په 21 فرورۍ بيا په کراچۍ کې عالمزېب مسيد په دغه مقدمه کې نيول شوی وو. د ترهګرې ضد عدالت عالمزيب مسيد ضمانت رد کړی وو او بيا سپريم کورټ په دغه قضيه کې ضمانت ورکړې وو.

علي وزير په دغه مقدمه (2019) کې په داسې حال کې نيول شوی وو د فرورۍ په 14 مه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړې مقدمې اورېدنه شوې وه او په دغه مقدمه کې چې علي وزیر مفرور وو، عدالت امر کړی چې هغه دې سمدستي ونيول شي.علي وزير د تېرو 14 مياشتو راهيسې چې کراچۍ په ذندان کې دی په دغه مقدمه کې د جېل دننه نيول شوی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ څه مونده وړاندې د فرورۍ 13 نېټې نه په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته 24 ورځې پرلت وهلی او غوښتنه يې کوله چې علي وزير او د پي ټي ايم نورو غړو پر ضد په سيند صوبه کې جوړې مقدمې دې بيرته واخستل شي.

د مارچ په 8 نېټه د شپې ناوخته دغه پرلت د سيند حکومت له وزيرانو سره تر کاميابو خبرو ترو وروسته د يوې مياشتې پورې ځنډولو اعلان کړی. د پي ټي ايم مشرانو د مذاکراتو په اړه ويلي وو چې د علي وزير د خوشي کولو د پاره سيند حکومت ورسره منلي دي چې دوی به د پي ټي ايم وکيلانو سره ناستې کوي او د هغې وروسته به هغه لارې خپلوي چې علي وزير خوشی کړی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې رابطه کار نورالله ترين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي چې د مذاکراتو کاميابيدو وروسته يې د سيند حکومت سره بله ناسته تر دې مهاله نه ده شوې.

ترین وايي د سيند حکومت واکمن پيپلز ګوند په اسلام آباد کې د وزير اعظم عمران خان پر ضد د عدم عتماد راوستلو په هلو ځلو کې مصروف دی:

"د 24 ورځو پرلت وهلو وروسته سيند حکومت سره مونږ چې کومه لوظنامه شوې، دوی يې په خپله مني او مونږ ته هم اندازه راکوي چې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې صوبایي حکومت ډېر عمل دخل نه وي، مونږ او دوی ژمنه کړې وه چې ناسته به کوو او يوه لار به جوړوو چې سيند حکومت به مو مرسته کوي او غوښتنې به مو عملي کوي، د پي ټي ايم د زنداني ملګرو د خوشي کولو لپاره به تر همدغه عمل لاندې روډ مېپ جوړوي، خو تر دې وخت هغه ناسته د سيند حکومت سره نه ده شوې".

خو پي ټي ايم وخت په وخت ويلي چې دا ټولې مقدمې د رياست له خوا د دوی د غږ بندولو د پاره جوړېږي او مجبوره کوي يې چې د پښتنو د حقونو د پاره مبارزې نه يې ودروي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وار په وار د پي ټي ايم دا ډول تورونه ردکړي او د پاکستان پوځ په پي ټي ايم تور پورې کوي چې د باهر هيوادونو نه پيسې اخلي او په ايجنډه يې کار کوي. د پي ټي ايم مشران وايي که دغه تورونه ثابت کړی شي بيا چې کومه سزا دوي خوښوي هغه دې ورکړي.

علي وزير د کال 2020 د دسمبر مياشتې نه د کراچۍ په زندان کې بندي دی. هغه ته د پاکستان سپريم کورټ د کال 2020 په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی او په دوه نورو قضيو کې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې یې اورېدنې روانې دي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG