لاس رسیدونکی لینک

 
جوبايډن د اوکراين دپاره نورې 800ملينه ډالره مرستې اعلان کړي
تازه خبر

جوبايډن د اوکراين دپاره نورې 800ملينه ډالره مرستې اعلان کړي


د امريکې صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د اوکراين په خواست د دغه هېواد دپاره د 800 ملينه ډالرو نورې مرستې اعلان کړي چې پکې به وسله او دفاعي الات شامل وي.

او جوبايډن بيا د روس د صدر ولاديمیر پيوټن دپاره سخت توري هم کارولي، او ویلي يې دي، "زما په خیال هغه جنګي جرم کوونکی دی".

د دغې په جواب کې د روس د کريملن وياند دمتري پيسکوف (ټي اې اېس اېس) خبري ادارې ته ویلي، د بايډن بيان "د قبلولو او معافۍ وړ نه دی". او د سپينې ماڼۍ وياند جېن ساکی ويلي، "د صدر بايډن بيا د هغه شخصي دی".

ولادیمیر پيوټن درې اوونۍ وړاندې د اوکراين پرضد جګړه پېل کړې ده او پوځ يې په اوکراين کې په هسپالونو، سکولونو او کورونو بمباري کړې ده.

د اوکراين صدر زيلنسکي ویلي، چې د روس په بريدونو کې د 100 پورې ماشومان وژل شوي دي.

جوبايډن ویلي، روانه اوونۍ د امریکا د نوي امداد سره د اوکراين سره شوې مرستې يو ارب ډالرو ته رسېدلي دي.

امریکايي صدر زياته کړې د اوکراين سره په شوو مرستو کې 800 د الوتکو راغورځولو نظام هم شامل دی د کوم د لارې چې به د اوکراين پوځ وکړی شي چې د روس د الوتکو او هيلي کاپټرو مخه ونيسي. او د خپلو خلکو فضايي حدودو ساتنه وکړي.

د امریکې صدر دا هم ویلي، چې د اوکراين مرستې د دې دپاره کولی شي ځکه چې هغوی د خپلې ازادۍ او جمهوریت د سرلوړۍ دپاره جنګيږي. او دغه کار "د هغوی او امریکا شریک اقدار دي".

نوموړي يادګېرنه کړې چې تېر کال د مارچ په مياشت کې د روس جارحانه ارادې ښکاره شوې وې، او د روس د حملې نه ډېر وړاندې امریکا اوکراين ته 65ډالره مرستې ورکړې وې او د اوکراين د دفاعي نظام ښه کولو په لړ کې يې مرستې کړې وې.

د امریکا صدر د روس پرضد د بندېزونو يادګېرنه کړې ده، چې په دغو بندېزونو کې "د روس په معيشيت ضربه لګول شوې او د روس معيشيت به نور کمزوری کولی شي او د دوی هدف هم دغه دی".

د نوموړي په وېنا دغه جګړه اوږدېدی شي او زیاته کړې يې ده د روس لخوا په اوکراين کې په عامو وکړو د "غېر اخلاقي" بريدونو په مقابله کې به امریکا د اوکراين د ولس سره ولاړه وي.

د امريکې صدر به په 24م مارچ په برسلز کې د نېټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي، دغه وخت به په اوکراين د روس د حملې يوه میاشت پوره شوي وي، او له دغې وړاندې روس څو میاشتې دغه خبره کړې وه چې په اوکراين د بريد هیڅ اراده نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG