لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:پلار اؤ لور په یو ځائ دپوهنتون نه دپي ایچ ډي سندونه اخستي دي


د پيښور انجنيرنګ پوهنتون دکانووکيشن( دسندونو د ویش دستوره) په وخت یو پلار او لور په يوه ورځ د پي ايچ ډي د ډګرۍ ترلاسه کولو سره يو ځانګړی اعزاز په خپله نامه کړی دی۔

اسسټنټ پروفيسر ډاکټر مسعود احمد په ميکاټرانکس انجينيرنګ او لور یې ناديه خان مسعود په په اليکټريکل څانګه کې د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي سند اخستی دی۔

ډيوه سره خبرو کې ډاکټر مسعود احمد وويل ده دپاره ډيره د وياړ خبره ده چې ده او لور یې په يوه ورځ د پي ايچ ډي ډګرۍ یا سندونه واخستل.

دهغه په وینا "ما دپاره هغه ورځ هم نه هيريدونکې ده چې کله موږ دواړو ته پي ايچ ډي کې داخله ترلاسه شوه"

هغه وایي په يو ځائ د ډګريو اخستو نه علاوه ده دپاره دا هم د خوشحالۍ خبره وه چې دی اؤ‌ لور یې په یو ځائ پوهنتون کې طالبعلمان شول او زده کړې یې شورو کړې او بيا یې په يو ځائ دسندونو اخستلو دغه موقعه هم ډيره د خوشحالې وه.


ډاکټر مسعود احمد په بنيادي توګه د مردان کاټلنګ سيمې سره تعلق لري او دا وخت د پيښور انجنيرنګ اينډ ټيکنالوجې پوهنتون کې د ايسوسې ايټ پروفېسر په توګه خپله دنده ترسره کوي۔

د نوموړي اووه اولادونه دي چې پکې وړومبی درې لوڼه دي.

هغه ډيوه ته وایي په پښتنه ټولنه کې چې د چا زامن نه وي ميرات ګڼل کیږي اؤ هر څو که هغه ته الله تعالی وروسته نارينه اولاد ورکړو خو ي وایخلکو به ويل چې په لوڼو يې دومره لوړې زده کړې وکړې.

‘‘هلک راته الله راکړو وروسته ،کشر ؤ خو جينکۍ مشرانې وي زما په اړه چې به خبري کېدلې چې په خپلو بچو ښه سبق وایي خو په بچو کې قابليت ؤ نو ځکه دې فيلډ کې وړاندې لاړې‘‘

ډاکټر مسعود زياتوي چې په کال ۱۹۸۸م کې ورته انجنيرنګ پوهنتون کې نوکري ترلاسه شوه هم په دغه کال یې واده هم وکړو، خو واېي په بل کال یې پلار مړ شو د کوم له کبله چې د کور ټولې ذمه وارۍ دده په اوږو پریوتې نو په وخت یې پي ايچ ډي ونکړي شوه.

دنوموړي په وینا "خو دې دوران کې راته څو وارې نړیوال شکالرشپ ميلاو شوی ؤ چې هغه رانه دمجبورۍ په وجه پاتې شو "

وایي د دومره کاميابو پشا دده دکور ودانې لاس دی ځکه چې هغي کور سمبال کړی ؤ اؤ هم یې دده د مور پلار او وروڼو خويندو خدمت ډير په مړانه سره کړی دی۔

دپي ایچ ډي سند اخستونکې ناديه مسعود خان وایي داسې به ډېر کم شوي وي چې پلار او لور په يو ځائ د پي ايچ ډي سند اخستی وی خو واېي دا هر څه په اتفاقي توګه شوي دي اؤ دې دپاره څه ډول منصوبه بندي له وړاندې نه وه شوې۔

‘‘نا موږ څه منصوبه بندي نه وه کړې خو اکثره به مو ټوکو ټکالو کې يو بل ته ويل چې يو ځائ به پي ايچ ډي کوو، بابا د کورنیو مجبوريو له کبله په وخت پې ايچ ډې نه وه کړی شوې‘‘

ناديه خان زياتوې کله څه هم جينکې د انجنيرنګ شعبې ته په ډيره شميره کې نه راځې خو واېي ما دپاره پلار يو رول ماډل وو د چه نه ځه متاثره شوم او دا لار مې خپله کړه۔

‘‘دا ډيره ښه پوښتنه ده چې جينکې ډېرې انجنيرنګ ته نه راځي خو زما په کور کې زما پلار انجنرينګ کړی ؤ بيا په دي څانګه کې مدرس دی، کور کې راته يو ماحول جوړ ؤ او بله دا چې زما دوه ماما ګان هم انجنيران دي نو ځکه ما ويل چې دې فيلډ کې زه وړاندی تلی شم‘‘

ډاکټر مسعود احمد په پښتنو غږ وکړو چې په زامنو او لوڼو کې دي توپير نه کوي بلکي دواړو ته دې دتعليم او تربيت يو شان زمينه برابره کړي ځکه چې جېنکۍ ډير توان او صلاحيتونه لري چې لوړي زدکړې وکړي چې ژوندی مثال ډاکټر ناديه ده۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG