لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیلینسکي د روسي یرغل پر مهال له جرمني مرسته وغوښته


د مارچ په ۱۷ نېټه د استوګنې په ودانۍ باندې د روسي یرغل له برید څخه وروسته اخېستل شوی انځور
د مارچ په ۱۷ نېټه د استوګنې په ودانۍ باندې د روسي یرغل له برید څخه وروسته اخېستل شوی انځور

واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جرمني پارلمان ته د وینا پر وخت له دغه هېواد څخه مرسته وغوښته.

هغه وویل، په اروپا کې نوی دیوال جوړ شوی، " د ازادۍ او غلامۍ ترمنځ"

زیلینسکي په خپلې ویډیوي وینا کې وویل، "او دا دیوال په اوکراین باندې د هر بم له غورځېدو او د هرې پرېکړې له نه کېدو سره نور هم لویېږي.

هغه په جرمني باندې د نارډ سټریم ټو په نامه د ګازو د نل لیکې په ملاتړ باندې نیوکې وکړې او وویل چې جرمني خپلې اقتصادي ګټې د اوکراین له امنیت څخه مخکې وګڼلې.

یاده نل لیکه له روس څخه جرمني ته طبعي ګاز لېږدوي چې په اوکراین د روس له یرغل وروسته ځنډول شوې ده.

زیلینسکي وویل،‌"مونږ تاسو ته مخ واړوه." او "مونږ درته وویل، چې نارډ سټریم جګړې ته د تیاري په څېر ده."

د جرمني پارلمان ته د اوکراین د ولسمشر دا وینا په داسې وخت کې شوې ده چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین په مېرېپول ښار کې د روسي برید نه وروسته د ژغورنې هڅې روانې وې.

روس په دغه ښار کې په هغې سینما باندې هوايي برید کړی په کوم کې چې په سلګونو ملکي وګړو پنا اخیستې وه.

تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه او د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین یې یو جنګي مجرم وباله.

دا مرسته د شورو یا چهارشنبې په ورځ کانګرس ته د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي له وینا څخه لږ وروسته اعلان شوه.

بایډن له پوتین سره خپله لفظي شخړه تونده او وویل، "زه فکر کوم هغه یو جنګي مجرم دی" خو هغه نور تفصیل ور نه کړ او ولاړ.

د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف له ټاس خبري ایجنسۍ سره په غبرګون کې د بایډن څرګندونې د منلو او بخښلو وړ نه دې بللې.

له اوکراین سره یواځې په یوې اونۍ کې د امریکا نوې امنیتي مرستې یو بلین ډالرو ته ورسېدې.

په دې نوې مرسته کې د ډیرو نورو پوځي وسایلو ترڅنګ ۸۰۰ د الوتکو ضد د سټینګر سیستمونه شامل دي چې د اوکراین پوځ په دې وتوانیږي چې د روسي الوتکو او هیلې کوپټرو په وړاندې د خپلو خلکو او هوايي حریم دفاع وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG