لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اول ځل د هندوستان تجارتي سامان د پاکستان او افغانستان د لارې ازبکستان ته ولېږل شو


د طالبانو د صنعتونو او د تجارت وزارت ویاند مولانا ظهیر وي او ای ته وویل دغه سامان یو ورځ وړاندې د پاکستان نه د تورخم دلارې کابل ته رسېدلې و
د طالبانو د صنعتونو او د تجارت وزارت ویاند مولانا ظهیر وي او ای ته وویل دغه سامان یو ورځ وړاندې د پاکستان نه د تورخم دلارې کابل ته رسېدلې و

د طالبانو د صنعوتونو او تجارت د وزارت د ویاند ترمخه 140 ټنه کارګو نه ډک ټرکونه د شورو یا چهارشنبی په ورځ د کابل نه تاشکند ته روان شوو. په دغو ټرکونو کې زیاتره د هندوستان چیني یا بوره وه.

د طالبانو د صنعتونو او تجارت د وزارت ویاند مولانا ظهیر وي او ای ته وویل دغه سامان یو ورځ وړاندې د پاکستان نه د تورخم دلارې کابل ته رسېدلې و.

کابل نه تاشکند ته د هندي سامان د روانېدو په موقع د طالبانو صنعتونو او تجارت وزارت یوه دستوره هم جوړه کړې وه چې پکې د افغانستان دپاره د مرکزي او جنوبی اېشیا ترمنځ د مهمه تجارتي لارې په توګه د پېژندلو په لړ خوشالی ونمانځي.

د پاکستان یو چارواکې وي او ای ته ویلي دغه تجارتی سامانونه د دی میاشت په سر کې د هندوستان د ممبۍ ښار نه روان کړې شوي وو او د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدو نه پس ازبکستان ته د لېږلو دپاره په ټرکونو کې بار کړی شول. د چارواکي ترمخه دا هر څه د پاکستان او ازبکستان ترمنځ په نېزدي ورځو کې د دوه اړه خیزه تجارتي لوظنامې دلاندي شوي.

د مارچ په وړمبیو ورځو کې د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف د پاکستان د دوه ورځني سفر په موقع په اسلام اباد کې د نورو یوشمېر معاهدو سره تجارتي معاهده هم لاسلیک کړي وه.

د پاکستان چارواکي وايي دغه تجارتي قافله چې ازبکستان ته لاړله، د دی انتظام د معاهدې دلاندې په شخصي توګه شوی و او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان یا د هندوستان حکومتونو پکې هېڅ مداخلت نه وو کړی.

د نوم نه ښودلو په شرط دغه چارواکي وویل دا به اوس یو باقاعده عمل وي او ازبکستان به د پاکستان د سمندري بندر دلارې د نړۍ د هر یو ځاي نه سامانونه راغوښتلی شي. هغه زیاته کړه طالبان به په دغه تجارتي لړ کې مرستې کوي ځکه چې د ازبکستان په شان افغانستان هم د پاکستان د سمندري بندر دلارې عالمي تجارت ته رسايي لري.

یاده دي وي د پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د معاهدی دلاندې اسلام اباد کابل ته د نورو ملکونو سره د تجارت دپاره خپله ځمکنۍ او سمندري لاره د استعمالولو اجازت ورکوي او هم د دغه معاهدې دلاندې افغان تاجران خپل سامانونه د پاکستان د ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارو هندوستان ته هم لېږلې شي. خو د هندوستان او پاکستان د کړکېچنوتعلقاتو په سبب د هندوستان سامانونه یوازې د سمندر د لارې افغانستان ته تلې شي.

خو په نزدی کې پاکستان هندوستان ته اجازت ورکړې چې په افغانستان کې د بشري امداد په لړ کې 50,000 ټنه غنم د پاکستان د ځمکنۍ لارې لېزلې شي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG