لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افريقه کې چيني کمپنيو ته د درنګونو نه په نېکل او کوبلټ راويستلو کې احتمالي خنډونه


جوهانېسبرګ - دا يوه اوسپنه ده چې په نړۍ کې يې خلک کاروي خو هډو څوک پرې خبر هم نه دي. که په موبايل فون لګيا وي او که په برقي موټر کې روان وي چې په دې پوهه شي نېکل په نوې ټېکنالوجۍ کې څومره مهم حيثيت لري.

د نېکل مارکيټ ګړبړ شوی چې د بېټرۍ بنيادي برخه ده او په اړه يې د چين يوه غټه کمپني د بيلینونو ډالرو د زيان سره مخ ده.

سينګشان هولډېنګ ګروپ چې د چين يوه غټه کمپني ده ګڼي د نېکل بيې به راولوېږي خو په اوکراين د روس د يرغل وروسته د ياد توکي بيه اسمان ته اوچته شوې ده چې سوب يې د روس په نارنېکل کمپنۍ چې په نړۍ کې د نېکل د خرڅولو غټه برخه لري د لګېدونکو بندیزونو د اندېښنو سره تړل کيږي.

کله چې د شورو- چهارشنبې په ورځ بازار خلاص شو نو بيې يې تر څه حده بيرته پرېوتې خو ايکسچينج يې ژر بيا کاروبار ودرولو چې د دوی په وينا د څه فني تېروتنو جاج واخلي.

د مارکيټ اړی ګړی د شيګشان غوندې غټې کمپنۍ د پاره بد خبر دی چې د نورو چينايي کمپنيو سره سره په افريقه او په خصوصي توګه په نېکل شتمن ملک زېمبابوې کې خپلې ګټې لټوي.

ياده کمپنۍ چې تېر کال يې تر 19 بيلين ډالرو پورې پيسې راټولې کړې وې په زېمبابوې کې د يو بيلين ډالرو په خرڅ د ايرن ون ماين او کاربن سټيل پلانټ په نوم غټه پروژه جوړوي چې د کال پيداوار به يې 1.2 ميلين ټن وي.

د وي او ای د يو تپوس په ځواب کې د زېمبابوې د اطلاعاتو وزيرې مونيکا مټسوانګوا د پروژې د ودرولو لا د کار ورو کولو په اړه وويل: “ نه کله هم نه. پروژه په مخ روانه ده”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG