لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د يوناما موده د يو بل کال پورې غځولې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي مشن يا ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځول شوې ده او په دې اړه يو قرارداد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا منظور کړی دی. بل اړخ ته د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي بايد نړيواله ټولنه د افغانانو مرستې لا زياتې کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې ادارې يوناما موده په داسې حال کې د يو بل کال دپاره غځولې چې په دغه هيواد کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ مياشتې پوره شوي خو د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د خصوصي ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځولې ده، د امنيتي شورا په 15 غړو کې 14 غړو د دې قرارداد په حق کې رای ورکړې او د روس استازي د رای ورکولو نه ډډه کړې ده.

دا قرارداد د ناروی استازي موناجول وړاندې کړی وو، نوموړي وويل دا يو ښکاره پېغام دی چې امنيتي شورا د افغانستان د خلکو سره ولاړه ده او بايد ټول افغانان په دې عمل کې ياد وساتل شي.

دا قرارداد به د يوناما د مشن په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو تحفظ او د دوي په ژوند کې برخه خوندي کوي.

د برطانيې استازې ډېم باربارا ووډورډ د موجوده طالب چارواکو له خوا د پخواني حکومت د کارمندانو، ټولنيز فعالانو او د لږکيو په ضد ګامونو د تشويش څرګندونه وکړه.

هغې وويل بايد طالبان دا ثابته کړي چې په هيواد کې تندروه ډلې اوس شتون نه لري، نوموړې د يو غړي هېواد له خوا د راې نه ډډه کول د افسوس وړ وګرځول او وې ويل يو هېواد په داسې حال کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه چې د افغانستان خلک مرستو ته لويه اړتيا لري.

د روس استازي واسلې نېبنزيا وويل دوي ځکه د راې ورکولو نه ډډه وکړه چې د ملګرو ملتونو د شتون لپاره د کوربه هېواد رضامندي ترلاسه کول له پامه غورځول شوي دي.

د چين استازي ژانګ جون وويل د تېر کال د اګست وروستو افغانستان د پرامنه بيا ودانۍ په لور د يوې نوې مرحلې سره مخ دی او بايد معاشي ستونزې حل کول بايد لومړيتوب وګرځول شي.

نوموړي زياته کړه چې بايد نړيواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو د خپلواکۍ اصول خپل کړي چې داسې ترهه ګري ختمه کړی شي او معاشي پرمختيا بيا روانه کړی شي.


بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر فيليفو ګرېنډي ويلي نړۍ بايد افغانانو سره مرستې وکړي ځکه چې په دغه هېواد کې انساني بحران لا په زياتېدو دی.

د کابل د څلور ورځنۍ دورې وروستو ښاغلي ګرېنډي ويلي هغه د يو شمېر کورنيو سره ليده کاته وکړه چا ته چې دا نه وه معلومه چې دوي به د بل وخت څه خوري.

نوموړي ويره څرګنده کړې چې دا بحران به لا زياتېږي، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو سره مرستې لا زياتې کړي.

د يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي دوي د زنانوو سره خبرې وکړې څوک چې د خپل صحت او ماشومانو په اړه فکرمندې وې، مياندې او پلاران د خپلو کورنيو لپاره فکرمند دي او ضرورتونه ډېر زيات دي.

د ملګرو ملتونو د وروستيو راپورونو ترمخه 95فيصده افغانانو ته د هغوي د ضرورت مطابق خوراک نه ترلاسه کېږي او دا شمېره په ځينو ځايونو کې 100 فيصده ته هم رسېدلې ده.

د يو اېن اېچ سي ار مشر ګرېنډي د ګل په ورځ افغانستان ته رسېدلی وو او هلته يې د افغانستان د اوسمهاله چارواکو سره هم ليده کاته کړي وو.

د دوي ترمخه د روان کال د پېل سره ملګرو ملتونو شاوخوا پينځه لکه افغانانو ته مرستې ورکړې دي او ښاغلي ګرېنډي په قندهار کې د صحت مرکز سره سره په جلال اباد کې د جينکو د ښوونځي دوره هم کړې وه کوم چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا جوړ کړی شوي دي.

د نوموړي په وينا په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د هيواد دننه شاوخوا درې نيم مليونه خلک بې کوره شوي دي، د صحت نظام د يو شمېر چېلنجونو سره مخ دی، په ښوونځيو او روغتونونو کې کارمندان بې له پېسو کار کوي او دا وخت په افغانستان کې 24مليونه خلک انساني مرستو ته اړتيا لري.

ښاغلي ګرېنډي زياته کړه چې په افغانستان کې کارکوونکو ادارو ته په سمدستي توګه نزدې څلور نيم اربه ډالر پکار دي چې داسې د 22 مليونه افغانانو د خوراک، ودانيو او نور ضرورتونه پوره شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمخه د بې کوره خلکو د ودانۍ لپاره دوي 240 مليونه ډالرو ته اړتيا لري او تر دې دمه دوي ته يواځې 97 مليونه ډالره ترلاسه شوي دي.

هغه په نړيواله ټولنه هم زور ورکړو چې بايد دوي د افغانانو مرستې وکړي چې داسې په دغه هېواد کې ستونزې هوارې شي.


د مارچ په 31مه به ملګري ملتونه، برطانيه، جرمي او قطر د بشري ضرورتونو پوره کولو لپاره يوه غونډه هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG