واشنګټن ــــ طالبانو تر زیات نړیوال فشار وروسته اعلان کړی چې د افغانستان په سړو سیمو کې راتلونکې اوونۍ د نوي لمریز کال له پیلېدو سره ټول های سکولونه پرانیستل کېږي او له شپږو میاشتو وروسته به نجونو ته هم پکې د زدکړو اجازه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د دې اعلان هرکلی کړی چې د مارچ پر 22مه د نجونو او هلکانو سکولونه پرانیستل کېږي، وایي دا کار باید په لازمه توګه منظور او عملي شي. ښاغلي ګوتېریش د جمعې په ورځ په ټویټ کې لیکلي:
"د نجونو او هلکانو لپاره باید ټولې دروازې پرانیستل شي چې تعلیم وکړي او خپلو ټولو وړتیاوو ته ورسېږي".
د نجونو د زدکړو په اړه له څو میاشتو نامعلوم حالت او شکونو وروسته د طالبانو د حکومت د تعلیم وزارت ویاند عزیز احمد ریان رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې نجونو به هم له هلکانو سره سکولونه ته لاړې شي:
"ټول سکولونه د ټولو هلکانو او نجونو لپاره پرانیستل کېږي، خو د نجونو لپاره به څه شرایط وي"، د تعلیم وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي نجونې به له هلکانو جلا سبق وايي او یواځې ښځینه ښوونکې به زدکړې ورکوي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ښځو د حقونو د څانګې کارکوونکې هیدر بار وایي نړیوالې مرستندویه ادارې د نجونو پر لوړو زدکړو ډېر زیات ټینګار کوي، وایي ډېرو ډونرانو ورته ویلي چې دې موضوع ته د «ټوټم» یعنې ژغورونکي په نظر ګوري.
مېرمن هیدر بار رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د سکولونو له بیا پرانیستل کېدو دا ضروري نه ده چې ګواکې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو هراړخیز حقونه وساتل شي. هیدر بار پر خپل ټویټر هم لیکلي:
"که راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته سکولونه خلاصېږي دا له دې کبله نه چې طالبان سوکه سوکه د فېمینزم خپلول زده کوي، بلکې دا د نړیوالې ټولنې فشار دی".
د طالبانو د تعلیم وزارت دا نه دي ویلي چې آیا نجونې به په جلا سکولونو کې زدکړې کوي او که له هلکانو سره په ګډو سکولونو کې جلا زدکړې ورکول کېږي، خو وایي دوی د دې کار لپاره په ټولو سکولونو کې ښځینه استادانې هم په کار ګومارلې دي که نه.
د طالبانو ویاند احمد ریان وایي په ځینو کلیوالو سیمو کې چې د ښځینه استادانو کمی وو، هلته به مخکینیو ښځینه استادانو ته اجازه ورکړل شي چې نجونو ته سبق ووایي.
"سږ کال به هیڅ یو سکول هم بند پاته نه شي، که چېرې داسې یو سکول وو چې بندېږي دا د تعلیم د وزارت ذمه واري ده چې خلاص یې کړي".
شاوخوا شپږ میاشتې مخکې چې طالبانو سکولونه پرانیستل نو یواځې هلکانو ته یې د زدکړو اجازه ورکړه، له هغه راهیسې نړیواله ټولنه په ټینګار سره غوښتنه کوي چې له شپږ ټولګي پورته او د های سکولونو نجونو ته دې د تعلیم اجازه ورکړل شي.
د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې په هغه کې یوه وجه نجونو ته د لوړو زدکړو او ښځو ته په دفترونو کې د کار اجازه نه ورکول دي.
طالبانو له 1996م تر 2001م کال پورې پخپله لومړۍ واکمنۍ کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بشپړ بندیز لګولی وو، خو د تېر کال په اګست کې چې د وسلو په زور دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، وایي له اسلامي شریعت او له ځایي کلتور سره سم به ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.