لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيوالې ادارې مشر وایي د کرونا نه د ځان ساتل زيان نه ګټه ده


واشنګټن - د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او نړۍ ته يادونه کړې ده چې د کرونا وايرس د لاسه په مرګونو کې بيا زياتوالی راغلی چې سوب يې د ځينې ملکونو د يادې ناروغۍ خلاف په احتياط کې کمی ليدل کيږي.

په تاييلېنډ کې د صحت په اړه نړيوالې غونډې ته د ډبليو ايچ او مشر ټېډروس ادانوم ګېبريسېز د زيارت- پنجشنبې په ورځ ويلي دا مونږ ته دا يادونه هم راکوي چې د کرونا ناروغۍ نه نړۍ کومې زده کړې وکړې.

هغه وويل "د کوویډ 19 وبا يو طاقتوره ناروغي ده او دا ښيي چې صحت عياشي نه بلکې يو بشري حق دی، د صحت خيال ساتل زيان نه بلکې سرمايه کاري ده، نېغ په نېغه ګټه به ترې نه وي خو دا په ټولنه کې د اوسېدو، اقتصاد، سياست او امنيت د پاره يو مظبوط بنياد ږدي".

ټېډروس په ټولو هېوادونو غږ وکړو چې د ملګرو ملتونو د ادارې سره د وېکسين په جوړولو او زياتولو کې او د ټېکنالوجي او پوهې په شريکولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل "که څه هم يو شمېر ملکونو بندېزونه ختم کړي خو ناروغي لا تللې نه ده او دا به په يو ځای کې هم ختمه نه شي ترڅو په هر ځای کې ختمه شي".

د چين سرکاري خبري ايجنسي ژېنګهوا وايي صدر شي جېن پېنګ د کميونیسټ پارټۍ پولېټ بيورو کميټۍ ته ويلي:

"کوښښ وکړئ چې د ناروغۍ په مخنيوي کې کوټلي ګامونه پورته کړئ چې خرڅ پرې کم وي خو ارزښتناک وي چې په اقتصاد او ټولنيزه ترقۍ يې پرېوتونکي اثرات کم شي".

دا وخت په چين کې د ووهان نه وروسته د کرونا د ټولو لويه څپه روانه ده. ياده ناروغي په کال 2019 کې د ووهان نه خوره شوې ده.

د جان هاپکېنز کرونا وايرس ريسرچ سنټر د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې ويلي چې په نړۍ کې دا وخت د کرونا د 465 ميلين نه زيات ناروغان دي او تر اوسه د شپږ ميلين نه زيات خلک ترې مړه دي.

جون هاپکېنز وايي تر اوسه په ټوله نړۍ کې د يولس بيلين یا ارب نه زيات وېکسينز خلکو ته لګول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG