د امریکې صدر جوبايډن او د چین صدر شي ژين پينګ د جمعې په ورځ د ويډيوي لارې په اوکراين د روس د يرغل په اړه دوه ساعته اوږدې خبرې کړي دي.
سپينې ماڼۍ ویلي، صدر بايډن په دغو خبرو کې د اوکراين په اړه د امریکا او اتحادیانو نظر يې د چين د صدر سره شريک کړی او صدر شي ته يې ويلي که چين د روس مرسته کوي نو هغه د کومو نتيجو سره مخ کېدی شي.
سپينې ماڼۍ ویلي، دواړه مشران د رابطو پرانستو ساتلو په خبره صلاح شوي دي.
د خبر ترمخه د چين خبري ادارو ویلي، صدر شي په خبرو کې د دې باور ورکولو هڅه کړې چې دغه ډول شخړې د چا په ګټه هم نه دي.
رايټرز ويلي دغه خبرې نزدې د دوه ساعتونو پورې روانې وې.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وېنډي شرمن د امریکا ټيلي ويژن چېنل (اېم اېس اېن بي سي) ته ويلي د چین صدر شي ته به د روس صدر ولاديمیر پيوټن ته دا ویل وي چې هغه په اوکراين کې د خپلې خوښې پېل کړی شوې جګړه او قتل عام بند کړي.
هغې ويلي، چين ته به دا يقيني کول وي چې هغه د روس په څېر د بندېزونو سره مخ نه شي.
د چین مطبوعاتو ویلي، صدر شي ویلي، د هېوادونو ترمنځ شخړه دې حد ته تلل نه دي پکار، ځکه چې شخړې د چا په ګټه هم نه وي.
شي ويلي، اوکراين داسې بحران جوړ شوی کوم چې مونږ ليدل نه غواړو.
له دغې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي وو، صدر بایډن به په صدر شي دا خبره په ډاګه کوي، که چين د روس د يرغل ملاتړ کوي نو د نتيجو سره به مخ کيږي، او امریکا به په چین باندې په بندېزونو لګولو کې هیڅ وروستو والی ونه کړي.
د زيارت په ورځ نوموړي ويلي وو، امریکا اندېښنه لري چې چين، روس ته د اوکراين پرضد کارېدونکې وسلې په ورکولو غور کوي، خو چین دغه خبره رد کړې ده.
ويل شوي امريکا دا اندېښنه هم لري چې د لويدیځ لخوا په روس د بندېزونو لګېدو څخه بچ کولو په تړاو چين د روس مرستې کولی شي.
(دا خبرد رویټرز خبري ادارې څخه اخستل شوی دی).