لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي ځواکونو په اوکراین هایپرسانیک توغندي توغولي  


واشنګتن – روسي ځواکونو د خالي یا شنبې په ورځ وویل، دوی د اوکراین په لویدیځ کې د لومړي ځل لپاره د مځکې لاندې د وسلو په یوې زېرمې باندې هایپرسانیک توغندي توغولي دي.

کېنځل توغندي یو ډېر تېز رفتاره توغندي دی چې په دفاعي سیستمونو نه ښکاري او په ۲۰۱۹ کال کې یې د جوړېدو پر وخت د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین وویل، چې د دې توغندیو مخه نشي نیول کېدای.

د روس ددفاع وزارت د شنبې یا خالي په ورځ وویل، "د کېنځل د میزایلو د سیستم په واسطه د هایپرسانېک توغندیو په برید کې په ایوانو فراکېوېسک سیمه کې د مځکې لاندې د وسلو یوه زېرمه وېجاړه شوې په کومه کې چې راکټونه او مهمات ځای پر ځآی شوي وو."

خبر زیاتوي، چې دغه برید د جمعې په ورځ ترسره شوی وو خو د روس دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، د کېنځل توغندیو له کارولو له ورایه ښکاري چې روس څومره د جګړې په ډګر د سټراټېژیکو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی. له همدې امله دوی اوس هڅه کوي په ملکي ودانیو باندې په خپلو ړندو بمباریو او داسې سترو بریدونو سره اوکراین وویروي چې له مقاومت څخه لاس واخلي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې روسانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ د توغوندیو او ۴۰ نور هوايي بریدونه کړي چې اکثره یې په ملکي وګړو شوي.

دوی د روس هغه ادعاوې هم تایید کړي دي چې سرتیري یې د اوکراین په جنوب کې د ماریپول کلابند شوي بندري ښار مرکز ته ننوتي دي.

د درې لکو وګړو په دغه ښار کې د ډېرو ورځو راهیسې خلکو ته خواړه، اوبه او برېښنا نه رسېده او مړي په سړکونو پراته دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي د شنبې یا خالي‌ په ورځ وویل،‌ دغه ښار د اوکراین په تاریخ کې تر ټولو له سختو ورځو سره مخ وو.

د مېرېپول ښاروال ددغه ښار مرکز ته د روسانو د ننوتلو ادعا تایید کړې ده او وویل، چې د ده د پاتې کېدو ځای ته نېږدې د جګړې او ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په داسې حال کې چې د مېرېپول ښار د سقوط په حال کې دی، د اوکراین لوی درستیز ویلي، چې ازوف سمندر ته یې لاس رسی پرې شوی، ځکه روسي ځواکونو د مېرېپول شاخوا خپله قبضه ټینګه کړې ده.

که څه هم روسان د اوکراین په شمال کې درېدلي ښکاري خو جنوب کې یې یو اندازه پرمختګ کړی او اوس به هڅه وکړي چې په کیېف باندې فشار زیات کړي.

بل پلو په اوکراین باندې د روسي یرغل څلورمه اونۍ روانه ده خو داسې ښکاري چې روسان په دې نه دې توانیدلي چې د هېواد په شمال کې د کیېف او ښارکیېف لوی ښارونه ونیسي.

XS
SM
MD
LG