تازه خبر

روس په ماریوپول ښار کې اوکراين ته د تسليمېدو دپاره وخت ورکړی

روس په ماریوپول ښار کې اوکراين ته د ګل/ دوشنبې د سهاره پورې د تسليمېدو الټيمېټم ورکړی، په داسې حال کې چې د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي ویلي، چې د روس د صدر ولاديمیر پيوټن سره د سولې خبرو ته تیار دی.

او د اوکراين مرستیالې وزيراعظمې ايرينا ويرشوچک د روس خبرداری رد کړی چې تسليم شي، او ويلي يې دي چې د تسليمېدو خبره نه شي کېدی او نه دوی وسله غورځوي.

د اوکراين پرېوادا خبري ادارې سره په خبرو کې هغې ويلي روس يې په دغه اړه د وړاندې نه خبر کړی دی.

د روس سرکاري خبري ادارې (ار ايي اې) ویلي، د روس د دفاع وزارت د اوکراين نه سهار وختي د ماسکو په وخت د پينځه او د کيف په وخت د څلورو بجو پورې ځواب غوښتی دی.

د روس لخوا دغه خبرداری د هغې څو ساعته وروسته مخې ته راغلی، چې د اوکراين صدر زيلنسکي د اتوار په ورځ سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، که خبرې ناکامه کيږي د دې مطلب به دا وي چې دا درېمه نړيواله جګړه ده.

زيلنسکي ویلي، د روس سره د سولې هر اړخيزه خبرې غواړي، چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا په ځای شي او انصاف ورسره شي.

د روس خبرې کوونکو ويلي، چې په وروستيو کې فريقېن دې خبرو ته نزدې شوي چې اوکراين به په نېټو کې نه شامليږي او بې طرفه به پاتې کيږي.

زيلنسکي سي اېن اېن ته ویلي، چې د روس پوځ اوکراين ته راننوتی چې مونږ ختم کړي او مونږ ووژني. خو هغه ویلي اوکراين به خپلواکي ساتي.

هغه ویلي، روسانو زمونږ ماشومان وژلي، دا حالات نور بيرته نه شي تلی، د اوکراين څخه د ځينو علاقو په ازاد حیثيت د تسليمېدو غوښتنه نه شي کېدی دا جوړ جاړی سم نه دی.

د اتوار په ورځ د روس پوځ د ماريوپول په هغه ارټ سکول بمباري کړې چرته چې 400 کسانو پناه اخستې وه.

د ماریوپول چارواکو ويلي، په بريد کې ودانۍ تباه شوې ده، او په پېښه کې د مرګ ژوبلو په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG